bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 8
Matthew 8
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 9 →
1
څۀ وخت چه عيسىٰ دَ غرۀ نه راکُوز شو نو ګڼ خلق ورپسے وُو.
2
خو اوس يو جُذامى وروړاندے شو اَؤ په سجده ورته پريوتو اَؤ وئے وئيل، ”صاحبه! که تۀ غواړے نو ما پاکولے شے.“
3
عيسىٰ خپل لاس وراُوږد کړو، پرِ ئے ولګولو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ به داسے وکړم، پاک شه!“ اَؤ په هغه درنګ هغه دَ جُذام نه روغ شو.
4
بيا عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”ګوره چه هيچا ته دَ دے حال ونۀ وائے. خو لاړ شه اَؤ خپل ځان کاهِن ته وښايه اَؤ کُومه شکرانه چه مُوسىٰ مقرره کړے ده، هغه ورکړه. دا به ستا دَ روغتيا شاهدى شى.“
5
اَؤ کله چه عيسىٰ کفرنحُوم ته داخل شو نو يو رُومى صوبه دار راغے اَؤ دَ هغۀ نه ئے اِمداد وغوښتو اَؤ وئيل ئے چه
6
”مالکه! زما يو نوکر په کور کښے شل پروت دے اَؤ ډير په عذاب کښے دے.“
7
عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ به درشم اَؤ جوړ به ئے کړم.“
8
خو صوبه دار جواب ورکړو چه ”مالکه! زَۀ څوک يم چه تۀ زما کور ته راشے؟ ستا په تشه وينا به هم زما نوکر جوړ شى.
9
زَۀ پوهيږم، ولے چه زَۀ دَ حُکم لاندے يم اَؤ سپاهيان زما دَ حُکم لاندے دى. زَۀ چه يو ته ووايم چه لاړ شه نو هغه لاړ شى، اَؤ چه بل ته ووايم چه راشه نو هغه راشى، اَؤ چه خپل غُلام ته ووايم چه داسے وکړه نو هغه ئے کوى.“
10
عيسىٰ په حيرانتيا دَ هغۀ خبرے واؤريدے اَؤ هغه خلق چه ورپسے تلل هغوئ ته ئے ووئيل چه ”زۀ تاسو ته دا وايم چه ما داسے عقيده په بنى اِسرائيلو کښےهم چرته نۀ ده ليدلے.
11
زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ نمر خاتۀ اَؤ دَ نمر پريواتۀ نه به ډير خلق داسے راځى چه دَ اِبراهيم، اسحاق اَؤ يعقُوب سره به دَ آسمان دَ بادشاهئ په ډوډئ کښے يو ځائے کښينى.
12
خو دَ بادشاهت وارثان به بهر تيارے ته وغورزولے شى کُوم ځائے چه به ژړا انګولا اَؤ دَ غاښونو چيچل وى.“
13
بيا عيسىٰ صوبه دار ته ووئيل چه ”اوس خپل کورته لاړ شه، نو ستا دَ عقيدے په وجه دِ داسے وى.“ نو په هغه درنګ هغه نوکر جوړ شو.
14
عيسىٰ بيا دَ پطروس کور ته لاړو اَؤ دَ پطروس خواښے ئے په تبه پرته وليده.
15
نو دَ هغے لاس ته ئے لاس وروړو اَؤ دَ هغے تبه لاړه. هغه پاڅيده اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے آخته شوه.
16
کله چه ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډير داسے کسان راوستل چه پيريانو نيولى وُو اَؤ هغۀ دَ هغوئ نه په يو حُکم پيريان وشړل اَؤ ټول رنځوران ئے جوړ کړل،
17
چه دغه رنګ دَ يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوے دا پيشن ګوئى پُوره شى چه : ”هغۀ زمُونږ رنځونه اَؤ کمزورئ اُوچتے کړے.“
18
عيسىٰ چه دَ ځان نه چاپيره ګڼه وليده نو حُکم ئے وکړو چه پورے غاړے ته لاړ شئ.
19
يو دَ شرعے عالم ورغے اَؤ وئے وئيل چه ”اُستاذه! چرته چه تۀ ځے، زَۀ به هم درسره ځم.“
20
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”دَ لُومبړو خپل غارُونه وى اَؤ دَ هوا دَ مارغانو جالے، خو اِبن آدم دومره ځائے هم نۀ لرى چه سر په کښے ولګوى.“
21
يو بل مُريد ورته ووئيل، ”مالکه! اول ما ته اِجازت راکړه چه لاړ شم اَؤ دَ خپل پلار دَ کفن بندوبست وکړم.“
22
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تۀ ماپسے راځه، مړى به په خپله دَ مړو دَ کفن بندوبست وکړى.“
23
عيسىٰ بيا په کشتئ کښے سور شو اَؤ مُريدان ورسره شُو.
24
ناڅاپى په درياب کښے يو لوئے طوفان راغے اَؤ څپے داسے اُوچتيدے چه په کشتئ راؤړيدے، خو هغه اُودۀ وو.
25
نو هغوئ ورغلل اَؤ هغه ئے راويښ کړو اَؤ چغے ئے وهلے، ”اَئے مالکه! مُونږ دَ ډُوبيدو نه بچ کړه!“
26
هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو ولے دومره ويريدُونکى يئ؟ ستاسو دا عقيده څومره کمزورے ده!“ څۀ وخت چه هغه پاڅيدو اَؤ باد اَؤ اوبۀ ئے ورټلے نو قلاره قلارى شوه.
27
خلق په دے ننداره ډير حيران شول اَؤ دوئ ووئيل چه ”دا لا څۀ رنګ سړے دے چه باد اَؤ اوبۀ ئے حُکم منى؟“
28
عيسىٰ چه دَ ګدريانو وطن ته پورے وتو نو دَ قبرُونو نه دوه سړى راووتل چه پيريانو نيولى وُو اَؤ دومره خطرناک وُو چه څوک په هغه لاره نۀ شو تيريدلے.
29
هغوئ چغے کړے، ”اَے دَ خدائے زويه! ستا زمونږ سره څۀ دى؟ تۀ دلته دَ دے دَ پاره راغلے يے چه مُونږ دَ وخت نه مخکښے په عذاب کړے څۀ؟“
30
لږ لرے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدلو.
31
اَؤ پيريانو زارى ورته وکړه، ”که چرے تۀ مُونږ شړل غواړے نو مُونږ دَ خنزيرانو دغه کنډک ته واستوه.“
32
هغۀ ورته ووئيل چه ”ځئ!“ نو هغوئ را بهر شول اَؤ په خنزيرانو ورننوتل اَؤ دَ خنزيرانو ټول کنډک په منډه شو اَؤ دَ غاړے نه ئے درياب ته ودانګل اَؤ په اوبو کښے ډُوب شول.
33
شپُونکى ئے وتښتيدل اَؤ ښاريے ته لاړل اَؤ څۀ چه په پيريانو تير شوى وُو هغلته ئے ټوله قيصه بيان کړه.
34
په دے خبره دَ ښاريے ټول خلق بهر راووتل چه عيسىٰ ووينى، اَؤ کله چه ئے وليدو نو ورته ئے ووئيل چه ”زمُونږ دَ حد نه بهر شه.“
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28