bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 2
Matthew 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 3 →
1
دَ هيروديس بادشاه په ورځو کښے دَ يهوديه په بيتُ لحم کښے عيسىٰ پيدا شو. دَ هغه دَ پيدايښت نه پس بيتُ المُقدس ته دَ نمر خاتۀ دَ لورى نه دَ ستورو علم لرُونکى راغلل
2
اَؤ وئيل ئے چه ”هغه دَ يهوديانو بادشاه کيدُونکے ماشُوم چه پيدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چه مونږ دَ نمرخاتۀ نه دَ هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے اَؤ هغۀ ته سجده کولو ته راغلى يُو.“
3
هيروديس بادشاه په دے آوريدو پريشان شو اَؤ دَ بيتُ المُقدس ټول اولس هم.
4
هغۀ دَ يهوديانو ټول مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راوبلل اَؤ هغوئ ته ئے دا سوال وړاندے کړو چه ”مسيح به چرته پيدا کيږي؟“
5
هغوئ ووئيل چه ”دَ يهوديه په بيتُ لحم کښے.“ اَؤ هغوئ دَ هغے پيشن ګوئى حواله ورکړه چه په کښے دَ نبى په معرفت ليکلى شوى دى چه :
6
”اَے دَ يهوديه دَ مزکے بيتُ لحم ښارئے! تۀ دَ يهوديه په لويو ښارُونو کښے هيڅکله هم ورکوټے نۀ ئے، ځکه چه ستا نه به هغه سردار راؤزى چه زما دَ خلقو اِسرائيلو شپُون به وى.“
7
هيروديس بيا دَ ستورو علم لرُونکى په پرده کښے راوبلل اَؤ دَ ستورى دَ راختو وخت ئے ترے يقينى کړو.
8
هغۀ بيا دوئ بيتُ لحم ته واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شئ اَؤ دَ هغه ماشوم په حقله پُوره پُوره تحقيق وکړئ، اَؤ چه بيا ئے مُومئ نو ما خبر کړئ چه زۀ هم ورشم اَؤ سجده ورته وکړم.“
9
دَ بادشاه په حُکم هغوئ روان شول اَؤ هغه ستورے چه دوئ په راختو ليدلے وو دَ دوئ په وړاندے روان وو اَؤ آخر په هغه ځائے ودريدو چرته چه ماشُوم پروت وو.
10
هغوئ دَ ستورى په ليدو ډير زيات خوشحاله شول.
11
کورته په ننوتو ئے ماشُوم دَ خپلے مور مريم په غيږ کښے وليدو اَؤ ورته په سجده پريوتل. پس له هغے ئے خپلے هميانئ وسپړدے اَؤ هغۀ ته ئے نذرانے پيش کړے چه په کښے سرۀ زر، لوبان اَؤ مر وُو.
12
هغوئ ته په خوب کښے دا حُکم وشو چه هيروديس بادشاه له بيرته مۀ ځئ، نو هغوئ په بله لار کورته واپس شول
13
کله چه هغوئ رُخصت شول نو يُوسف ته دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”پاڅه! ماشُوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ مصر ته هجرت وکړه، اَؤ تر هغے هلته ايسار شه چه زۀ درته ووايم ځکه هيروديس دَ دے ماشُوم په تلاش کښے دے چه ختم ئے کړي.“
14
اَؤ يُوسف دَ خوبه بيدار شو اَؤ شپه په شپه ئے ماشُوم اَؤ دَ هغۀ مور مصر ته بوتلل،
15
اَؤ هلته دَ هيرديس تر مرګه پورے وو. دا دَ خدائے هغه وينا پُوره کول وُو چه هغۀ دَ نبى په معرفت وئيلى وُو چه ”ما خپل زوئے دَ مصر نه راوبللو.“
16
هر کله چه هيروديس دَ مُسافرانو په دوکه پوهه شو نو زيات په قهر شو اَؤ حُکم ئے وکړو چه دَ بيتُ لحم اَؤ خوا اَؤ شا هغه ټول ماشُومان چه دوه کاله يا کم عُمر لرى، هغه وژنئ. دا حساب ئے دَ مُسافرانو دَ وينا په اندازه لګولے وو.
17
دغه رنګ هغه خبره چه دَ يرمياه نبى په وسيله شوے وه پُوره شوه چه :
18
”په راماه کښے يو غږ واؤريدے شو چه راحيل په خپل زوزاد ژړا انګولا کوله، اَؤ هيڅ تسلى ئے قبوله نۀ کړه ځکه چه هغوئ نِشته.“
19
کله چه هيروديس مړ شو نو ګورئ، دَ خدائے فرښته په مصر کښے يُوسف ته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه
20
”پاڅه! ماشوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ دَ دوئ سره دَ اِسرائيل مزکے ته لاړ شه، ځکه چه دَ چا نه چه دَ دے ماشُوم سر ته خطره وه هغوئ مړۀ دى.“
21
نو هغه پاڅيدو، ماشوُم اَؤ مور ئے دَ ځان سره روان کړل اَؤ دَ اِسرائيل مزکے ته راغلل.
22
خو چه دائے واؤريدل چه دَ خپل پلار هيروديس په ځائے ارخلاؤس دَ يهوديه بادشاه دے، نو هلته دَ تللو نه ويريدو. اَؤ چه په خوب کښے ورته دا خبر وشو نو هغه دَ ګليل علاقے ته بيرته لاړو، هلته هغه په ناصرت نُومے ښار کښے ديره شو.
23
دا دَ نبيانو په وسيله دَ وئيلى شوے هغه خبرے تر سره کول وُو چه : ”هعۀ ته به ناصرى وئيلے شي.“
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28