bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 26
Matthew 26
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 27 →
1
کله چه عيسىٰ خپلے خبرے خلاصے کړے نو خپلو مُريدانو ته ئے ووئيل،
2
”تاسو خبر يئ چه دوه ورځے پس به دَ فسح اختر وى، اَؤ اِبن آدم به په سولئ کولو ته وسپارلے شى.“
3
بيا مشران کاهنان اَؤ دَ قوم مشران دَ مشر کاهن کائفا په ماڼئ کښے جرګه شول.
4
اَؤ هلته هغوئ دا سازش کولو چه عيسىٰ په څۀ ټګئ ونيسُو اَؤ مړ ئے کړو.
5
خو هغوئ ووئيل چه ”دا دِ دَ اختر په ورځ نۀ وى، ګنى په خلقو کښے به فساد خور شى.“
6
عيسىٰ دَ شمعُون جُذامى په کور کښے په بيتِ عيناه کښے وو،
7
چه يوه ښځه راغله چه دَ مرمرو په عطردان کښے ورسره قيمتى خوشبُويه عطر وُو، اَؤ څنګه چه هغه خوراک ته کښيناستو هغے ورله په سر عطر واچول.
8
مُريدانو چه دا وليدل نو زهير شول. هغوئ ووئيل، ”دا دِ ولے ضائع کړل؟
9
دا خو به په ډيره بيعه خرڅ شوے وے اَؤ پيسے به ئے دَ چا خوارانو په کار شوے وے.“
10
عيسىٰ په دے خبر وو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”تاسو دا ښځه ولے تنګوئ؟ هغے راسره ډير ښۀ کړى دى.
11
خواران خو به تل تاسو سره وى خو زَۀ به درسره هميشه نۀ يم.
12
هغے چه دا عطر زما په بدن واچول نو زَۀ ئے دَ ښخولو دَ پاره تيار کړم.
13
زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر چرته چه په دُنيا کښے دا زيرے خوريږى نو څۀ چه هغے وکړل نو دا به هم په دے ياديږى.“
14
په دولسو مُريدانو کښے يو چه نُوم ئے يهوداه اسکريوتى وو، مشرانو کاهنانو ته لاړو.
15
اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که زَۀ په عيسىٰ مُخبرى وکړم نو تاسو به ما ته څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورته ديرش دَ سپينو زرو سکے ورکړلے.
16
دَ هغه وخت نه پس هغه دَ مُخبرئ دَ موقعے په تلاش کښے وو.
17
دَ پتيرے ډوډئ اختر په وړُومبئ ورځ عيسىٰ ته مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ستا کُوم ځائے خوښ دے چه مُونږ په کښے تا ته دَ فسح خوراک تيار کړُو؟“
18
هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”په ښار کښے فلانى سړى ته ورشئ اَؤ ورته ووايئ چه اُستاذ وائى چه زما مقرر وخت رانزدے دے، زَۀ به دَ مُريدانو سره ستا په کور کښے دَ فسح اختر کوم.“
19
مُريدانو دَ عيسىٰ دَ وينا په مُطابق کار وکړو اَؤ فسح ئے تيار کړو.
20
ماښام هغه دَ دولسو مُريدانو سره کښيناستو.
21
اَؤ دَ ډوډئ په وخت هغۀ ورته ووئيل، ”زَۀ درته رښتيا وايم چه په تاسو کښے به يو زما مُخبرى کوى.“
22
هغوئ په ډيره فکرمندئ سره يو يو ورته ووئيل، ”مالکه! تۀ ما يادوے څۀ؟“
23
هغۀ جواب ورکړو، ”چا چه زما سره په دے تالئ کښے لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى.
24
دَ اِبن آدم په حق کښے چه په صحيفو کښے څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو اَفسوس په هغه سړى دے چه په اِبن آدم مُخبرى کوى! که هغه سړے پيدا شوے نۀ وئے نو دَ هغۀ په حق کښے به ډيره ښۀ وه.“
25
بيا يهوداه، څوک چه مُخبر وو ورته ووئيل، ”ربى! تۀ ما يادوے څۀ؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا ستا وينا ده.“
26
دَ خوراک په دوران کښے عيسىٰ ډوډئ واخسته اَؤ په شکر ئے ما ته کړه اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړه اَؤ وئے وئيل چه ”دا واخلئ اَؤ وئے خورئ، دا زما وجُود دے.“
27
بيا ئے کنډول راواخستو، دَ خُدائے شکر ئے پرے وويستو اَؤ په دے وينا سره ئے هغوئ ته ورکړو چه ”دَ دے نه ټول وڅښئ.
28
ځکه چه دا زما وينه ده چه دَ خُدائے وعده قائموى اَؤ دَ ډيرو خلقو دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره توئيږى.
29
زَۀ تاسو ته دا وايم چه زَۀ به بيا تر هغے دَ انګورو اوبۀ ونۀ څښم تر څو چه دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے تاسو سره تازه ونۀ څښم.“
30
دَ خُدائے دَ حمد وئيلو نه پس دوئ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.
31
بيا عيسىٰ دوئ ته ووئيل چه ”نن شپه به تاسو ټول زما په وجه تيندک خورئ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه : ”زَۀ به شپُونکے پرے باسم اَؤ دَ هغۀ دَ کنډک ګډے به خورے ورے شى.“
32
خو هر کله چه زَۀ بيا پاڅولے شم نو زَۀ به ستاسو نه وړاندے ګليل ته لاړ شم.“
33
پطروس په جواب کښے ووئيل، ”ستا په وجه که بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زَۀ به ئے هيچرے ونۀ خورم.“
34
عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”زَۀ تا ته وايم چه نن شپه دَ چرګ دَ بانګ نه آګاهو به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“
35
پطروس ورته ووئيل، ”که زَۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرے اِنکارى نۀ شم.“ اَؤ ټولو مُريدانو هم داسے اِقرار وکړو.
36
نو بيا عيسىٰ سره دَ مُريدانو ګيتسمنئے نُومے ځائے ته راغے اَؤ هلته ئے هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو دلته کښينئ، زَۀ په دغه ځائے کښے دُعا کوم.“
37
هغۀ پطروس اَؤ دَ زبدى زامن دَ ځان سره کړل، نو ډير غمژن شو اَؤ په زړۀ ئے تيارۀ شوله.
38
اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”زما زړۀ دَ غمه چوى، دلته ودريږئ اَؤ ما سره بيدار اوسئ.“
39
هغه يو څو قدمه لاړو، پړ مخے پريوتو اَؤ دا دُعا ئے وکړه چه ”زما پلاره! که کيدے شى نو دا پياله رانه تيره کړه، خو داسے نه لکه چه ئے زَۀ غواړم بلکه داسے لکه چه ستا رضا ده.“
40
دَئے مُريدانو له راغے اَؤ هغه ئے اُودۀ وليدل اَؤ هغۀ پطروس ته ووئيل، ”ښه! تاسو ما سره يوه ګينټه قدرے هم بيدار نۀ شوئ پاتے کيدے؟
41
بيدار شئ! اَؤ دُعا وکړئ چه تاسو په لمسُون کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو وجُود کمزورے دے.“
42
هغه په دويم ځل لاړو اَؤ دُعا ئے وغوښته چه ”زما پلاره! که چرے دا پياله زما دَ څښلو نه بغير نۀ شى تيريدے نو ستا رضا دِ وشى.“
43
هغه بيا راغے اَؤ هغوئ ئے بيا اُودۀ وموندل ځکه چه دَ هغوئ سترګے درنے شوے وے
44
بيا هغۀ هغوئ پريښودل اَؤ لاړو اَؤ په دريم ځل ئے دُعا وغوښتله اَؤ هغه مخکښنئ خبرے ئے بيا وکړے.
45
بيا هغه مُريدانو له راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لا هغسے اُودۀ يئ، هغسے لا آرام کوئ؟ وخت راغلے دے، اِبن آدم دَ ګُناه ګارانو لاس ته په حواله کيږى.
46
پاڅئ چه لاړ شُو، ګورئ زما مُخبر رارسيدلے دے.“
47
عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه له دولسو مُريدانو نه يهوداه راغے چه ورسره ډير خلق وُو سره دَ تُورو اَؤ دَ کوتکُونو چه مشرانو کاهنانو اَؤ دَ قوم مشرانو راليږلى وُو.
48
مُخبر هغوئ ته دا نخښه ښوولے وه، ”څوک چه زَۀ ښکل کړم هم هغه دے، وئے نيسئ.“
49
سمدستى يهوداه راوړاندے شو، وئے وے چه ”رَبى سلام!“ اَؤ ښکل ئے کړو.
50
عيسىٰ جواب ورکړو، ”ملګريه! څۀ چه کول غواړے کوه.“ هغوئ بيا رامخکښے شول، عيسىٰ ته ئے لاس ورواچوو اَؤ وئے نيولو.
51
په هغه وخت کښے دَ عيسىٰ په ملګرو کښے يو تُورے ته لاس کړو راوئے کښله اَؤ دَ مشر کاهن په غُلام ئے ګُزار وکړو اَؤ دَ هغۀ غوږ ئے پريکړو.
52
خو عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”خپله تُوره په تيکى کښے کيږده. څوک چه تُوره چلوى په تُورو مرى.
53
آيا تا دا ګُمان کړے دے چه زَۀ ګنى خپل پلار ته سوال نۀ شم کولے چه سمدستى دَ فرښتو دولس لښکرے زما مدد ته راواستوى؟
54
نو بيا دَ صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چه په کښے وئيلى شوى دى چه دا به خامخا کيږى؟“
55
هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته ووئيل چه ”تاسو ما ډاکو ګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکُونو سره زما په نيولو پسے راغلى يئ؟ ما به هره ورځ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکاوو خو تاسو په ما لاس نه دے پورته کړے.
56
خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چه هغه څۀ رښتيا ثابت شى کُوم چه نبيانو ليکلى دى.“ بيا ټولو مُريدانو هغه پريښودو اَؤ وتښتيدل.
57
عيسىٰ نيولے تړلے دَ مشر کاهن کائفا کور ته بوتلے شو چرته چه دَ شرعے عالمان اَؤ مشران راټول وُو.
58
پطروس ورپسے وروستو وروستو په څۀ فاصله روان وو تر دے چه دَ مشر کاهن دَ کور غولى ته راورسيدو، اَؤ چه دَ ننه لاړو نو دَ خادمانو سره کښيناستو. مطلب ئے دا وو چه دَ دے هر څۀ انجام ووينى.
59
مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ خلاف څۀ غلط جُرم ثابت کړى چه قتل ئے کړى.
60
خو هغوئ په داسے جُرم پيدا کولو کښے پاتے راغلل سره دَ دے چه ډير کسان دَ دروغو ګواهئ ته راوړاندے شول. آخر دوؤ سړو دا ګواهى وکړه چه
61
”دَۀ وئيلى وُو چه زَۀ دَ خُدائے کور نړولے شم اَؤ په دريو ورځو کښے ئے بيا ودانولے شم.“
62
په دے مشر کاهن پاڅيدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ دے ګواهانو دَ اِلزام خلاف تا سره څۀ جواب نِشته څۀ؟“
63
خو عيسىٰ چپ پاتے شو. نو بيا مشر کاهن ووئيل چه ”زَۀ دَ ژوندى خُدائے سوګند درکوم چه ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، دَ خُدائے زوئے ئے که نه؟“
64
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا ستا وينا ده، خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ نن نه پس به تاسو اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.“
65
په دے وينا مشر کاهن خپلے جامے وشلولے اَؤ وئے وئيل چه ”دَئے کُفر وائى! دَ دے نه پس هم دَ نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو دا کُفر واؤريدو.
66
ستاسو څۀ رائے ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَئے مُجرم دے، قتل دِ کړے شى.“
67
بيا هغوئ دَ هغۀ په مخ وتُوکل اَؤ په سوکُونو ئے ووهلو اَؤ ځنو په څپيړو ووهلو،
68
اَؤ وئيل ئے، ”اَئے مسيح! که تۀ په رښتيا نبى ئے نو دا راته ووايه چه چا ووهلے.“
69
په دے دوران کښے پطروس بهر په غولى کښے ناست وو چه يوه وينځه ورغله اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تۀ خو هم دَ ګليل دَ عيسىٰ سره وے.“
70
خو پطروس دَ ټولو په مخکښے مُنکر شو اَؤ دا ئے وئيل چه ”نۀ پوهيږم، دا تاسو څۀ وايئ؟“
71
بيا هغه دَ ډيوډئ په لور روان شو اَؤ هلته يوے بلے وينځے چه هغه وليدو نو موجُودو خلقو ته ئے وئيل چه ”دا سړے هم دَ عيسىٰ ناصرى سره وو.“
72
يو ځل بيا هغه مُنکر شو اَؤ په سوګندونو شو چه ”زَۀ دا سړے نۀ پيژنم.“
73
څۀ شيبه پس يو څو تماشګير راغلل اَؤ پطروس ته ئے ووئيل چه ”يقيناً تۀ دَ هغوئ نه يو يئے ځکه چه ستا دَ لهجے نه دا معلُوميږى.“
74
په دے هغه په ښيرو سر شو اَؤ قَسمونه ئے وخوړل چه ”زَۀ دا سړے نۀ پيژنم.“ په دغه وخت يو چرګ بانګ ووئيلو.
75
اَؤ پطروس ته دَ عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چه وئيلى ئے وُو چه ”دَ چرګ دَ بانګ نه مخکښے به تۀ زما نه درے ځله اِنکارى شے.“ هغه بهر ووتو اَؤ په چغو چغو ئے وژړل.
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 27 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28