bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 28
Matthew 28
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
1
دَ سبت ورځ تيره شوه اَؤ دَ اِتوار دَ ورځے سحر کيدُونکے وو چه مريم مګدلينى اَؤ هغه بله مريم دَ قبر ليدو ته راغلے.
2
ناڅاپه يوه سخته زلزله راغله، دَ آسمان نه دَ رب يوه فرښته راکُوزه شوه، کاڼى له راغله اَؤ هغه ئے ورغړولو اَؤ په خپله پرے کښيناسته.
3
دَ هغۀ مخ دَ آسمان دَ بريښنا په شان ځليدو اَؤ جامے ئے لکه دَ واؤرو سپينے وے.
4
څوکيداران ئے په ليدو دَ ويرے نه ورَپيدل اَؤ لکه دَ مړو پريوتل.
5
فرښتے بيا ښځو ته ووئيل چه ”تاسو دَ هيڅ نه مه ويريږئ، ما ته پته ده چه تاسو عيسىٰ ګورئ څوک چه په سولئ شوے وو.
6
هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه چه هغۀ وئيلى وُو. راشئ، هغه ځائے وګورئ چرته چه هغه پروت وو.
7
نو بيا زر لاړے شئ اَؤ دَ هغۀ مُريدان خبر کړئ چه له مړو نه پاڅولے شوے دے اَؤ ستاسو نه وړُومبے ګليل ته روان دے، تاسو به ئے هلته ووينئ. ما تاسو ته دغسے وئيلى دى.“
8
هغوئ دَ مقبرے نه په هيبت اَؤ خوشحالئ لاړے اَؤ دؤ ئے کړل چه مُريدان خبر کړى.
9
ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرے پيښ شو اَؤ په هغوئ ئے سلام واچولو. هغوئ ورغلے اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ونيولے اَؤ سجده ئے ورته وکړه.
10
بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ويريږئ مه، لاړے شئ اَؤ زما وروڼو ته دا پيغام ورکړئ چه هغوئ دِ ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“
11
ښځے په خپله لار تللے چه ځنے څوکيداران ښار ته ننوتل اَؤ مشرانو کاهنانو ته ئے ټوله قيصه تيره کړه.
12
بيا هغوئ مشران راغونډ کړل اَؤ صلاح ئے وکړه. اَؤ مشرانو کاهنانو سپاهيانو ته ډيرے بډے ورکړے.
13
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو دا ووايئ چه دَ شپے چه مُونږ اُودۀ شُو نو دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ دَ هغۀ لاش ئے پټ کړو.“
14
اَؤ ورسره ئے دا هم ووئيل چه که ”دا خبر دَ والى غوږ ته ورسيدو نو مُونږ به دَ هغۀ سره جوړ وکړُو اَؤ تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“
15
نو هغوئ پيسے واخستے اَؤ څۀ چه ورته وئيلى شوى وُو هم هغه شان ئے وکړل. دغه قيصه تر نن ورځے په يهوديانو کښے خوره ده.
16
يوولس مُريدان دَ ګليل هغه غر ته روان شول چه عيسىٰ ورسره دَ ليدو دَ پاره مقرر کړے وو.
17
کله چه هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول مګر ځنے شکمن وُو.
18
بيا عيسىٰ ورغے اَؤ خبرے ئے ورسره وکړے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ آسمان اَؤ دَ مزکے ټول واک ما ته راکړے شوے دے.
19
ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار، دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.
20
اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم، تر آخره وخته پورے.“
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28