bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 7
Matthew 7
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 8 →
1
دَ نورو عيبُونه مه لټوئ چه ستاسو عيبُونه هم ونشى لټولے.
2
ځکه چه څنګه تاسو دَ نورو عيبُونه لتوئ دغه شان به ستاسو عيبُونه هم ولټولے شى، اَؤ څنګه چه تاسو دَ بل ميچ کوئ، دغه رنګ به ستاسو هم ميچ کيږي.
3
تاسو دَ خپل ورور دَ سترګے خسڼى ته ولے ګوته نيسئ چه په خپله مو په سترګه کښے تير غړيږى؟
4
اَؤ تۀ څۀ رنګ خپل ورور ته دا وئيلے شے چه راشه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم، هر کله چه ستا په خپله سترګه کښے تير غړيږي؟
5
اَئے رياکاره! اَول دَ خپلے سترګے نه تير وباسه، نو بيا به ستا نظر تيز شى اَؤ دَ خپل ورور دَ سترګے نه به خسڼے هم وويستے شے.
6
پاک څيزُونه سپو له مه ورکوئ، خپلے مرغلرے خنزيرانو ته مه غورزوئ. هغوئ به ئے تر پښو لاندے کړى اَؤ په تاسو به راوګرزى اَؤ ريچے ريچے به مو کړى.
7
وغواړئ نو دربه کړے شى، ولټوئ نو وبه ئے مُومئ، وټکوئ نو ور به درته بيرته شى.
8
څوک ئے چه غواړى، هغه ئے آخلى، اَؤ څوک ئے چه لټُون کوى، هغه ئے مُومى، اَؤ څوک ئے چه ټکوى، هغۀ ته ور بيرته کيږي.
9
په تاسو کښے داسے څوک شته چه زوئ ترے ډوډئ وغواړى اَؤ دَئے به ورله کاڼے ورکړى؟
10
اَؤ يا چه ماهے وغواړى نو مار به ورکړى؟
11
که تاسو څوک چه دومره بدکاره يئ، په دے پوهيږئ چه خپل اَؤلاد له ښۀ څيزُونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره غوره څيزونه هغه چا ته ورکوى چه څوک ئے ترے غواړى!
12
ځکه دَ نورو سره تل داسے سلُوک کوئ لکه څنګه سلُوک چه تاسو دَ ځان دَ پاره غواړئ، دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو تعليم دا دے.
13
په تنګه دروازه ننوزئ ځکه چه دَ تباهئ دروازه اَرته ده، لاره ئے ښه پلنه ده اَؤ ډير په دغه لاره ځى.
14
خو کُومه دروازه چه دَ ژوند په لورى ده هغه ورکوټے ده اَؤ لاره ئے تنګه ده اَؤ دَ دے موُندُونکى هم لږ دى.
15
دَ دروغژنو نبيانو نه خبردار اوسئ، داسے کسان چه دَ ګډو په جامو کښے تاسو ته راځى اَؤ په اصل کښے هغه داړُونکى شرمخان دى.
16
تاسو به هغوئ په خپله ميوه وپيژنئ. آيا دَ اَزغنو جاړو نه څوک انګور، يا دَ جاخُونو نه څوک اينځر راشُوکولے شى څۀ؟
17
هم دغه شان ښه ونه ښه ميوه نيسى اَؤ دَ بدے ونے ميوه بده وى.
18
ښه ونه خرابه ميوه نۀ شى نيولے اَؤ نۀ خرابه ونه ښه ميوه نيولے شى.
19
اَؤ کُومه ونه چه ښه ميوه نۀ نيسى هغه پريکړے شى اَؤ په اور کښے غورزولے کيږى.
20
ځکه زَۀ وايم چه تاسو به هغه په خپله ميوه وپيژنئ.
21
هر هغه څوک چه ما ته مالک مالک وائى هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شى، خو صرف هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په رضا کار کوى.
22
دَ قيامت په ورځ به ډير ما ته وائى چه مالکه! مالکه! مُونږ ستا په نُوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ اَؤ ستا په نُوم مو پيريان نۀ وُو ايستلى څۀ؟ اَؤ هم ستا په نُوم مو ډيرے مُعجزے نۀ وے ښوولے څۀ؟
23
نو زَۀ به هغوئ ته په ډاګه ووايم چه ما تاسو هيچرے نۀ يئ پيژندلے، تاسو چه بے شرعے کارُونه کوئ زما نه لرے شئ!
24
اَؤ هغه سړے څوک چه زما دا خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے کوى، هغه به دَ هغه هوښيار سړى په شان وګڼلے شى چا چه خپل کور په يو مظبُوط ګټ باندے ودان کړے وو.
25
اَؤ چه باران وشو، سيلاب راغے، زُول تير شو اَؤ دَ دۀ کور سره ئے ټکرے وخوړے، خو دا راپرے نۀ وتو ځکه چه بنيادُونه ئے په يو مظبُوط ګټ باندے وو.
26
خو دَ هغه چا به څۀ انجام وى چه زما دا خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے نۀ کوى؟ دَ هغۀ مِثال دَ هغه ناپوهه سړى دے چا چه په شګو خپل کور جوړ کړے وو.
27
باران ووريدو، سيلاب راغے، زُول تير شو اَؤ دَ دے کور سره ئے ټکرے وخوړے اَؤ راپريوتو اَؤ برباد شو.“
28
څه وخت چه عيسىٰ دا خبرے بس کړے نو خلق دَ هغۀ په تعليم حق حيران شول.
29
ځکه چه هغۀ دَ هغوئ دَ اُستاذانو په شان نه، بلکه دَ اِختيار دَ خاوند په شان ئے تعليم ورکولو.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28