bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 24
Matthew 24
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 25 →
1
عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور نه په وتو وو چه مُريدان ئے راغلل اَؤ دَ خُدائے دَ کور ودانئ ئے ورته په ګوته کړے.
2
هغۀ ځواب ورکړو چه ”دے ټولو ته وګورئ، زَۀ تاسو ته دا وايم چه دلته به يو کاڼے هم دَ بل دَ پاسه پاتے نۀ شى اَؤ ټول به ونړولے شى.“
3
څۀ وخت چه عيسىٰ دَ ښونانو په غر ناست وو نو مُريدان ئے راغلل چه دَ هغۀ سره په پړده کښے خبرے وکړى. هغوئ ووئيل، ”مُونږ ته دا وښايه چه دا به کله پيښه شى اَؤ ستا دَ راتلو اَؤ دَ آخرى زمانے نخښه به کُومه وى؟“
4
عيسىٰ جواب ورکړو، ”خبردار، چه څوک مو بے لارے نۀ کړى.
5
ځکه چه ډير به زما دَ نوم دعوىٰ کوى اَؤ وائى به چه زَۀ مسيح يم، اَؤ ډير به بے لارے کوى.
6
داسے وخت راځى چه تاسو به په خپل خواؤ شاه کښے دَ جنګُونو چغے سُورے آؤرئ اَؤ دَ جنګونو نه به خبريږئ، خو ګورئ چه ستاسو وار خطا نۀ شى ځکه چه داسے خبرے به خامخا پيښيږى خو لا به آخر نۀ وى.
7
قوم به دَ قوم سره جنګيږى اَؤ بادشاهى به دَ بادشاهئ سره. په ډيرو ځايُونو کښے به قحطُونه اَؤ زلزلے راځى.
8
خو دا ټولے خبرے به دَ لنګُون دَ دړدُونو دَ شروع په شان وى.
9
تاسو به بيا دَ تنګسيا اَؤ دَ مرګ دَ پاره حواله شئ اَؤ ټول قومُونه به زما دَ نُوم په وجه تاسو سره کينه ساتى.
10
په دغه وخت کښے به ډير تيندک وخورى اَؤ دَ يو بل په سر به مُخبرى کوى اَؤ دَ يو بل سره به کينه کوى.
11
دروغژن نبيان به راپورته شى اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى.
12
اَؤ چه بے شرعے کارُونه زيات شى نو دَ خلقو به دَ يو بل سره مينه ورکه شى.
13
خو کُوم سړے چه تر آخره ټينګ پاتے شى هغه به بچ کړے شى.
14
اَؤ په ټول عالم کښے به دَ بادشاهئ زيرے وعظ کيږى اَؤ دَ ټولو قومُونو دَ پاره به ګواهى شى اَؤ بيا به آخرت وى.
15
هر کله چه تاسو ”دَ برباد وُونکو پليتى“ ووينئ چه ذکر ئے دَ دانيال نبى په وسيله شوے دے چه په پاک مقام کښے ولاړه وى، لوستُونکے دِ په دے پوهه شى،
16
نو هغوئ چه په يهوديه کښے دى خامخا دِ غرونو ته وخيژى.
17
که څوک په چت باندے وى هغه دِ دَ سامان خيژولو دَ پاره ښکته کُوز نۀ شى.
18
اَؤ څوک چه په پټو کښے وى هغه دِ دَ خپلے چُغے را اخستلو دَ پاره بيرته رانۀ شى.
19
اَفسوس دے په هغه ښځو چه په دغه ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ په هغو چه بچو ته تے ورکوى.
20
دُعا کوئ چه ستاسو تيښته نه خو په ژمى کښے راشى اَؤ نۀ دَ سبت په ورځ.
21
ځکه چه هغه به دَ ډيرے بد حالئ ورځے وى. داسے وخت دَ دُنيا دَ شروع نه تر دے لا نۀ دے راغلے اَؤ نۀ به بيا چرته راشى.
22
که هغه دَ تکليف ورځے لنډے کړے شوے نۀ وئے نو يو ژوندے سړے به هم بچ شوے نۀ وئے، خو دَ خُدائے دَ غوره شوو دَ خاطره به هغه ورځے لنډے کړے شى.
23
اَؤ که بيا تاسو ته څوک دا ووائى چه ګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرے مۀ کوئ.
24
دروغژن مسيحان اَؤ دروغژن نبيان به پورته کيږى اَؤ دوئ به لوئے نخښے اَؤ عجيبه کارُونه ښکاره کوى، اَؤ که مُمکن وى نو ډير غوره شوى به ګُمراه کوى.
25
ګورئ، ما تاسو دَ کيدو نه اول خبردار کړئ.
26
که هغوئ تاسو ته ووائى چه هغه هلته په بيابان کښے دے نو بهر ورپسے مۀ ځئ، اَؤ که هغوئ ووائى چه هغه دَ ننه په کوټه کښے دے نو باور پرے مۀ کوئ.
27
لکه څنګه چه بريښنا دَ نمر خاتۀ نه نمر پريواتۀ ته خوريږى دغه شان به دَ اِبن آدم راتلل وى.
28
چرته چه مُرداره وى هلته به ګنجئ راټوليږى.
29
اَؤ هر کله چه دَ دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى اَؤ دَ سپوږمئ رڼا به ورکه شى، ستورى به دَ آسمان نه راپريوزى اَؤ آسمانى طاقتُونه به وجړقولے شى.“
30
بيا به په آسمان کښے دَ اِبن آدم دَ راتلو نخښه ښکاره شى، دَ دُنيا ټول قومونه به ماتم کوى اَؤ هغوئ به اِبن آدم وينى چه دَ آسمان په وريځو کښے به دَ طاقت اَؤ دَ ډيرے لوئى سره راځى.
31
اَؤ هغه به خپلے فرښتے دَ تُورئ په لوئے آواز سره راوليږى اَؤ هغوئ به دَ څلورو طرفُونو نه، يعنے دَ آسمان دَ يو سر نه تر بله سره، غوره شوے خلق راټول کړى.
32
دَ اينځر دَ ونے دَ مِثال نه سبق واخلئ. هر کله چه دَ هغے نازکے څانګے غوټئ کوى اَؤ پاڼے ئے راوُټو کيږى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو کښے دے.
33
دغه شان چه تاسو دا هر څۀ ووينئ نو پوهه شئ چه آخرت رانزدے دے بلکه درته رارسيدلے دے.
34
زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تر هغے پورے وى تر څو چه دا هر څۀ شوى نۀ وى.
35
آسمان اَؤ مزکه به پاتے نۀ شى خو زما کلام به پاتے شى.
36
خو هغه ورځ اَؤ هغه ګړئ هيچا ته معلُومه نۀ ده، نۀ خو دَ آسمان فرښتے پرے خبر دى اَؤ نۀ زوئے، خو يو پلار پرے خبر دے.
37
لکه چه دَ نُوح په ورځو کښے وشُو نو دغه شان به دَ اِبن آدم په راتلو هم وشى.
38
په هغه ورځو کښے چه دَ طوفان دَ راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، وادُونه ئے کول اَؤ وادُونه ئے ورکول، تر هغے ورځے پورے چه نُوح په بيړئ کښے ننوتلو.
39
اَؤ دوئ تر هغے هيڅ خبر نۀ وُو تر څو چه طوفان رانۀ غے اَؤ دوئ ئے لاهُو نۀ کړل. دغه شان به دَ اِبن آدم په راتلو وى.
40
نو هغه وخت به دوه تنه په پټى کښے وى، يو به بوتلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى.
41
دوه ښځے به ميچن کوى، يوه به بوتلے شى اَؤ بله به پريښودلے شى.
42
بيدار اوسئ، ځکه چه تاسو هيڅ خبر نۀ يئ چه مالک به په کُومه ورځ راځى.
43
ياد لرئ، که دَ کور څښتن خبر وئے چه غل به دَ شپے په کُوم پار کښے راځى نو هغه به بيدار وو اَؤ خپل کور به ئے کنډر کيدو ته نۀ وو پريښے.
44
تاسو هم تيار اوسئ چه اِبن آدم به په داسے وخت راځى چه ستاسو په وهم و ګمان کښے به هم نۀ وى.
45
نو بيا اِعتبارى اَؤ هوښيار نوکر څوک دے؟ هغه سړے چه مالک دَ کور مُختار کړے وى چه دَ کور دَ نوکرانو خيال ساتى اَؤ هغوئ له په وخت خوراک ورکوى.
46
هغه نوکر بختور دے چه هر کله ئے مالک راشى اَؤ هغه په کار کښے بوخت ووينى.
47
زَۀ تاسو ته دا وايم چه مالک به هغه دَ ټول مال مُختار کړى.
48
خو که هغه بد نوکر وى اَؤ په زړۀ کښے دا وائى، بويه چه مالک راځى،
49
اَؤ دَ نورو نوکرانو په وهلو ټکولو لاس پورے کړى اَؤ دَ خپلو شرابيانو ملګرو سره خورى څښى،
50
نو مالک به ئے په داسے ورځ راشى چه نوکر به په انتظار کښے نۀ وى. په داسے وخت به راځى چه هغه به خبر نۀ وى،
51
اَؤ په وهلو باندے به ئے ټوټے ټوټے کړى اَؤ دغه شان به هغه خپل ځان دَ مُنافقانو په ډله کښے کړى، چرته چه به ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 25 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28