bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 15
Matthew 15
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 16 →
1
بيا دَ فريسيانو اَؤ شرعے دَ عالمانو يوه ډله دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ ته راغله اَؤ دا سوال ئے راؤړو چه
2
”ستا مُريدان ولے پخوانى رسمُونه ماتوى اَؤ دوئ دَ ډوډئ نه وړاندے خپل لاسُونه څنګه چه وينځل په کار دى نۀ وينځى؟“
3
هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل چه ”دا تاسو څۀ کوئ چه دَ خپلو رواياتو دَ خاطره دَ خُدائے حُکم ماتوئ؟
4
ځکه چه خُدائے وئيلى دى چه : ”دَ خپل پلار اَؤ مور عزت کوئ،“ اَؤ ”هغه څوک چه خپل پلار اَؤ مور ته بد رد وائی هغه دِ قتل شی.“
5
خو تاسو وايئ چه که څوک پلار یا مور ته ووائى چه دَ کُوم څيز په وجه له ما نه تاسو ته فائده رسيده هغه دَ خُدائے شکرانه شوه،
6
نو پس دَ هغے نه هغه دَ خپل مور اَؤ پلار په عزت پړ نۀ دے. دغه شان تاسو دَ خُدائے قانُون دَ خپلو رواياتو په خاطر منسُوخ کړو.
7
تاسو څومره مُنافقان يئ! يشعياه چه ستاسو په حقله دا پيشن ګوئى کوله، نو هغه رښتُونے وو :
8
دا خلق تش په خُلۀ زما عزت کوى خو زړۀ ئے رانه ډير لرے دے.
9
دوئ بے فائدے زما عبادت کوى، ځکه چه دوئ خلقو ته دَ بنى آدمو حکمُونه دَ تعليم په ډول ورکوى.“
10
هغۀ خلقو ته غږ وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زما خبره واورئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ.
11
سړے په دے نه پليتيږي چه څۀ شے دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دے چه څۀ دَ خُلے نه وزى.“
12
بيا مُريدان عيسىٰ له راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ته خبر ئے چه فريسيانو ستا دا خبرے بدے ګڼلے دى؟“
13
هغۀ جواب ورکړو چه ”کُوم بُوټے چه زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به دَ بيخه وويستے شى.
14
دوئ يواځے پريږدئ. دا ړاندۀ لارښودُونکى دى، اَؤ که چرے يو ړُوند بل ړُوند ته لار ښيئ نو دواړه به په کنده کښے پريوزى.“
15
بيا پطروس ووئيل چه ”مُونږ په دے مِثال پوهه کړه.“
16
عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا تاسو هم لا تر اوسه دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟
17
آيا تاسو ته دا نۀ ده معلُومه چه کُوم څيز چه په خُلۀ ننوزى، ګيډے ته لاړ شى اَؤ هغه دَ حاجت په لارے بهر وزى؟
18
خو څۀ چه دَ خُلے نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى.
19
ځکه چه وران خيالُونه، قتل، زِنا، حرامکارى، غلا، دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى.
20
اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په ناوينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي.“
21
بيا عيسىٰ هغه ځائے پريښودو اَؤ دَ صور اَؤ دَ صيدا علاقے ته راغے
22
اَؤ دَ هغے علاقے يوه کنعانى ښځه بهر راووتله اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے مالکه! په ما رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه! زما لُور پيريانو سخته نيولے ده.“
23
خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ زارى ئے وکړه چه ”دا ښځه لرے کړه ځکه چه په مُونږ پسے بے واره چغے وباسى.“
24
عيسىٰ جواب ورکړو ”زَۀ تش دَ اِسرائيل دَ خاندان دَ ورکو شوو ګډو دَ پاره راليږلے شوے يم.“
25
خو هغه ښځه راغله، دَ دَۀ په پښو پريوته اَؤ چغے ئے کړے، ”مالکه! زما مدد وکړه!“
26
عيسىٰ په جواب کښے ووئيل، ”دا مُناسب نۀ دى چه دَ ماشُومانو برخه ډوډئ دِ څوک واخلى اَؤ سپو ته دِ ئے واچوى.“
27
هغے جواب ورکړو چه ”رښتيا دى مالکه! خو بيا هم سپى هغه ټکړے خورى کُومے چه دَ مالکانو دَ دسترخوان نه غورزيږي.“
28
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ښځے! ستا څومره لويه عقيده ده! چه څنګه تۀ غواړے، دغسے دِ وشى.“ اَؤ هم په هغه ساعت دَ هغے لُور جوړه شوه.
29
دَ دغه ځايه چه عيسىٰ روان شو نو دَ ګليل درياب په غاړه غرُونو ته وختو اَؤ چه هلته کښيناستو
30
نو ډير خلق ورته راغلل چه ورسره ګُډ، کاڼۀ، ړانده، شل اَؤ ډير رنځُوران وُو. دوئ هغه خلق دَ دَۀ په پښو کښے کيښودل اَؤ هغۀ هغوى جوړ کړل.
31
هغه خلق په دے ډير حيران شول چه چاړاګانو خبرے وکړلے، مات ګُډ خلق روغ شول اَؤ ګرزيدل اَؤ ړاندۀ بينا شول اَؤ ټولو په دے دَ اِسرائيل دَ خُدائے لوئى بيان کړه.
32
عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما په دے خلقو زړۀ سوځى، دوئ دَ دريو ورځو راسے ما سره دى اَؤ هيڅ ئے نۀ دى خوړلى. زَۀ دوئ نهر رُخصتول نۀ غواړم، کيدے شى چه دوئ په لارے دَ کمزورتيا نه پريوزى.“
33
مُريدانو جواب ورکړو چه ”په دے بيابان کښے به دومره خلقو له مُونږ ډوډئ دَ کُومه راؤړو؟“
34
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟“ هغوئ ځواب ورکړو چه ”اُووۀ ډوډئ اَؤ يو څو واړۀ کبان.“
35
نو هغۀ خلقو ته ووئيل چه په مزکه کښينئ.
36
هغه اُووۀ ډوډئ اَؤ کبان ئے راواخستل، بيا ئے دَ خُدائے شکر ووے، ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړے، اَؤ مُريدانو په خلقو وويشلے.
37
ټولو ځانُونه ښۀ ماړۀ کړل. اَؤ چه څۀ ټُکړے ترے پاتے شوے نو هغه ئے راټولے کړے. هغه دومره وے چه اُووۀ ټوکرئ ترے ډکے شوے.
38
دَ بچو اَؤ ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه ډوډئ خوړلے وه.
39
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ مګدن علاقے ته لاړو.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28