bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 21
Matthew 21
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 22 →
1
هغوئ بيتُ المُقدس ته نزدے شول اَؤ کله چه دوئ بيتِ فګے اَؤ دَ ښونانو غر ته ورسيدل نو عيسىٰ دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره واستول چه
2
”مخامخ کلى ته ورشئ چرته چه به تاسو سمدستى يوه خره سره دَ کُوچى تړلے ومُومئ. هغه پرانزئ اَؤ ما له ئے راولئ.
3
که څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چه دا زمُونږ دَ مالک په کار دى اَؤ هغه به ئے تاسو سره سمدستى راپريږدى.“
4
دا دَ هغے پيشن ګوئى پُوره کول دى چه په کښے وئيلى شوى دى چه :
5
”دَ صيون لُور ته ووايئ چه ګوره! ستا بادشاه درروان دے، څوک چه حليم دے، په خرۀ سور، بلکه يو بار وړُونکى کُوچى باندے سور.“
6
مُريدان لاړل اَؤ هغه څۀ ئے وکړل چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو.
7
خره اَؤ کُوچے ئے راوستل، هغوئ خپلے قباګانے پرے واچولے اَؤ عيسىٰ پرے سور شو.
8
ګڼو خلقو خپلے جامے دَ هغۀ په لاره کښے وغوړَولے اَؤ ځنے خلقو دَ ونو څانګے راماتے کړے اَؤ لاره ئے ورته ښائسته کړه.
9
بيا کُومه ډله چه ترے وړاندے روانه وه اَؤ چه کُومه ورپسے وه هغوئ ټولو دا چغے وهلے، ”دَ داؤد زوى ته دِ ثنا! مبارک هغه دے چه دَ رب په نُوم راځى. په هغۀ دِ په آسمان کښے هم ثنا وى!“
10
کله چه عيسىٰ بيتُ المُقدس ښار ته ورننوتو نو ټول ښار بے قابو شو اَؤ په جوش کښے راغے اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا څوک دے؟“
11
اَؤ بے شماره خلقو ورته جواب ورکړو چه ”دا عيسىٰ نبى دے، دَ ګليل دَ ناصرت نه.“
12
عيسىٰ بيا دَ خُدائے کور ته ورننوتو اَؤ هغه ټول خلق چه دَ خُدائے په کور کښے ئے سوداګرى کوله، هغه ئے وشړل اَؤ دَ صرافانو تختے اَؤ دَ کونترو دَ خرڅوُونکو تختګئ ئے په بل مخ واړَولے،
13
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”صحيفے وائى چه : ”زما کور به دَ دُعا کور شى،“ خو تاسو ترے دَ ډاکوانو غار جوړَوئ.“
14
دَ خُدائے په کور کښے ورته ړاندۀ اَؤ شل ګُډ خلق راغلل اَؤ دَۀ هغوئ روغ کړل.
15
کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا نا آشنا کارُونه وليدل چه هغۀ وکړل اَؤ دَ خُدائے په کور کښے دَ ننه ئے چه دَ ماشومانو دا چغے واؤريدے چه ”دَ داؤد په زوى دِ ثنا وى،“
16
نو هغۀ ته ئے ووئيل چه ”دا ماشومان چه څۀ وائى، ته ئے آؤرے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”هو، زَۀ ئے آؤرم. آيا تاسو صحيفے نۀ دى لوستے چه : ”دَ وړو اَؤ تى رودُونکو دَ خُلے نه تا ثنا کامله کړه.““
17
بيا ئے دوئ پريښودل اَؤ دَ ښار نه بهر بيتِ عنياه ته لاړل اَؤ هلته ئے شپه تيره کړه.
18
بل سحر چه عيسىٰ ښار ته راتلو نو وږے شو.
19
دَ لارے په غاړه ئے دَ اينځر يوه ونه وليده اَؤ هغے ته ورغے خو بغير دَ پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ مُوندل. هغۀ ونے ته ووئيل چه ”تۀ دِ پس له دے تل تر تله شنډه يئے!“ اَؤ ونه په هغه ټکى وچه شوه.
20
مُريدان په دے ننداره حيران شول. هغوئ تپوس وکړو چه ”دا لا څۀ چل دے؟ دا ونه څنګه داسے سمدستى وچه شوه؟“
21
عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه که چرے ستاسو ايمان کامل وى اَؤ شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کُوم چه دَ اينځر په ونه وشول، بلکه لا دَ دے نه هم زيات. که تاسو تش دے غرۀ ته ووايئ دَ دے خپل ځايه پورته شه اَؤ سمندر کښے ګُذار شه، نو څۀ چه تاسو وايئ هغه به وشى.
22
کُومه دُعا چه تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به واړه قبُوله شى.“
23
عيسىٰ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ کله چه تعليم ئے ور کولو نو مشر کاهن اَؤ دَ قوم مشران ورته راغلل اَؤ دا سوال ئے پرے وکړو چه ”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے اَؤ دا اِختيار تاله چا درکړے دے؟“
24
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو ئے جواب راکړئ اَؤ زَۀ به بيا درته وښايم چه دا کارُونه زَۀ په کُوم اِختيار کوم.
25
دَ يحيىٰ بپتسمه دَ خُدائے دَ لورى وه که دَ سړو؟“ هغوئ په خپلو کښے په بحث شول چه ”که مُونږ دا ووايو چه دَ خُدائے دَ طرفه وه، نو دے به دا ووائى چه بيا تاسو پرے ايمان ولے نۀ راؤړو؟
26
اَؤ که دا ووايو چه دَ بنى آدمو دَ طرفه وه، نو هسے نۀ چه خلق مو ونيسى ځکه چه هغوئ ټول يحيىٰ نبى منى.“
27
نو هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ هيڅ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”بيا به زَۀ هم دا درته ونۀ ښئيم چه زَۀ په کُوم اِختيار دا کارُونه کوم.
28
خو تاسو په دے حقله څۀ خيال کوئ چه دَ يو سړى دوه زامن وُو. هغۀ وړُومبى ته لاړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه زما زويه! لاړ شه اَؤ نن دَ انګورو په باغ کښے کار وکړه.
29
هلک ورته جواب ورکړو چه پلاره! زَۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پيښمانه شو اَؤ لاړو.
30
بيا پلار دويم زوى له راغے اَؤ ورته ئے هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چه زَۀ به ځم، خو هغه باغ ته لاړ نۀ شو.
31
په دواړو کښے کُوم يو دَ پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چه ”وړُومبى.“ بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه محصُولچيان اَؤ کنجرئ به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے ستاسو نه مخکښے داخليږى.
32
ځکه چه کله چه يحيىٰ تاسو ته دَ سمے لارے دَ ښودلو دَ پاره راغے نو تاسو پرے يقين ونۀ کړو، خو محصُولچيان اَؤ کنجرو پرے ايمان راؤړو. اَؤ سره دَ دے چه تاسو دا وليدل، تاسو پښيمانه نۀ شوئ اَؤ هغه مو ونۀ منلو.
33
يو بل مِثال واؤرئ : يو زميندار وو چه دَ انګورو باغ ئے ولګولو، ګير چا پيره ئے ديوال ترے تاؤ کړو اَؤ په کښے ئے دَ شرابو بټئ ولګوله اَؤ دَ څوکيدارئ دَ پاره ئے په کښے يو برج جوړ کړو اَؤ بيا ئے باغوانانو ته په اِجاره ورکړو اَؤ بل مُلک ته لاړو.
34
کله چه دَ ميوے موسم راغے هغۀ خپل غُلامان باغوانانو ته واستول چه خپله برخه ترے واخلى.
35
خو هغوئ دَ هغۀ غُلامان ونيول، يو ئے ووهو، دويم ئے مړ کړو اَؤ دريم ئے سنګسار کړو.
36
بيا هغۀ نور غُلامان ورواستول، دا ځل زيات کسان وُو اَؤ هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو.
37
په آخر کښے ئے خپل زوئے په دے خيال ورواستولو چه ګنى زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى.
38
خو چه باغوانانو دَ دَۀ زوئے وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه هم دغه وارث دے، راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ په ميراث ئے قبضه وکړو.
39
اَؤ هغه ئے راونيوو دَ انګورو دَ باغ نه ئے بهر راوغورزولو اَؤ مړ ئے کړو.
40
کله چه دَ انګورو دَ باغ مالک راشى نو ستاسو څۀ خيال دے چه هغه به دَ دے باغوانانو سره څۀ سلوک کوى؟“
41
هغوئ جواب ورکړو چه ”هغه به دا وران کارى خامخا ووژنى اَؤ باغ به نورو باغوانانو له په اِجاره ورکړى، څوک چه به په موسم کښے دَ دَۀ دَ ميوے برخه پُوره پُوره ورکوى.“
42
بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو چرے په صحيفو کښے دا نۀ دى لوستى چه : ”کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو، هم هغه دَ ګُوټ سر شو. دا دَ خُدائے دَ طرفه وشو، اَؤ دا زمُونږ په نظر کښے عجيبه خبره ده.“
43
ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خُدائے بادشاهى به تاسو نه واخيستے شى اَؤ هغه قوم له به ورکړے شى څوک چه ئے پُوره ميوه ورکوى.
44
هر څوک چه دَ دے کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټے ټوټے شى، اَؤ که په چا دا راوغُورزيږى نو هغه به چيخڼى کړى.“
45
کله چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا مثالُونه واؤريدل نو هغوئ پوهه شول چه دا ټول مِثالُونه په هغوئ پورے دى.
46
هغوئ غوښتل چه دَئے ګرفتار کړى خو دَ خلقو نه ويريدل ځکه چه هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28