bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 16
Matthew 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 17 →
1
فريسيان اَؤ صدُوقيان عيسىٰ ته راغلل اَؤ دَ آزميښت په طور ئے ورته ووئيل چه ”مُونږ ته يوه نخښه وښيه.“
2
هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو دَ نماښام په وخت وايئ چه موسم به ښۀ شى ځکه چه آسمان سُور دے،
3
اَؤ دَ سحر په وخت وايئ چه نن به سيلئ راشى ځکه چه آسمان سُور اَؤ دُوند دے. تاسو دَ آسمان دَ مخ تميز کولے شئ خو دَ زمانو په نخښو نۀ پوهيږئ.
4
دا يوه ګُمراه پيړئ ده چه لا اوس هم مُعجزے غواړى. دوئ ته به صرف يوه مُعجزه ورکړے کيږى چه هغه به دَ يُونس وى.“ هغه ترے بيا روان شو اَؤ هغوئ ئے پريښول.
5
چه بلے غاړے ته پورے وتل نو دَ مُريدانو نه ئے ډوډئ راؤړل هير شوى وُو.
6
نو کله چه عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دَ فريسيانو اَؤ دَ صدُوقيانو دَ خمبيرے نه ځان ساتئ،“
7
هغوئ په خپل مينځ کښے دا بحث شروع کړو چه ”دا ځکه چه مُونږ ډوډئ نۀ ده راوړے.“
8
عيسىٰ دَ هغوئ دَ زړُونو په حال پوهه وُو، نو ځکه ئے ورته ووئيل، ”تاسو دَ ډوډئ فکر ولے آخستى يئ؟ اَئے بے عقيدے خلقو!
9
تاسو لا تر اوسه نۀ ئے پوهه؟ آيا تاسو ته هغه پينځۀ ډوډئ اَؤ پينځۀ زره کسان ياد نۀ دى، اَؤ تاسو څومره ډکے ټوکرئ ترے اُوچتے کړے؟
10
بيا هغه اُووۀ ډوډئ دَ څلورو زرو کسانو دَ پاره، اَؤ څومره ډکے ټوکرئ تاسو ته ترے پاتے وے؟
11
تاسو څرنګ په دے خبره پوهه نۀ شوئ چه ما دَ ډوډئ ذکر نۀ کاوو؟ ما درته وئيلى وُو چه دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو دَ خمبيرے نه به ځان ساتئ.“
12
بيا هغوئ مطلب ته ورسيدل چه دَ ډوډئ دَ خمبيرے نه ځان ساتل نه، بلکه دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو دَ تعليم نه ځان ساتل دى.
13
هر کله چه هغوئ دَ قيصريه فيليپئ علاقے ته راغلل نو عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه اِبن آدم څوک دے؟“
14
هغوئ جواب ورکړو، ”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ، ځنے اِلياس، ځنے يرمياه اَؤ يا دَ نبيانو نه بل څوک.“
15
هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو څۀ وايئ، چه زَۀ څوک يم؟“
16
شمعُون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ دَ ژوندى خُدائے زوئے مسيح ئے.“
17
بيا عيسىٰ ووئيل، ”اَئے دَ يوحنا زويه شمعُونه! تۀ بے شکه بختور يے. تا دا خبره دَ فانى اِنسان نه نۀ ده زده کړے بلکه زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښے اچولے ده.
18
خو زَۀ تا ته دا وايم چه تۀ پطروس ئے، چه معنىٰ ئے ګټ دے، چه زَۀ به خپل جماعت په دے ګټ آبادوم، اَؤ مرګ به په دے هيڅ کله غالبيدے نۀ شى.
19
زَۀ به تا له دَ آسمان دَ بادشاهئ کُنجيانےدرکړم، هر څۀ چه تۀ په مزکه تړے هغه به په آسمان کښے وتړلے شى، اَؤ هر څۀ چه تۀ په مزکه پرانزے هغه به په آسمان کښے پرانستلے شى.“
20
بيا هغۀ خپلو مُريدانو ته په ټينګه ووئيل چه ”هيچا ته دا مۀ وايئ چه مسيح زَۀ يم.“
21
دَ هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مُريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چه ”ضرورى دى چه زَۀ به بيتُ المُقدس ته ځم اَؤ هلته به دَ مشرانو اَؤ دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو له لاسه ډير آزارولے شم اَؤ ووژلے شم اَؤ په دريمه ورځ به بيا پاڅولے شم.“
22
بيا پطروس هغه دَ مټ نه ونيوو اَؤ ملامت ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”خُدائے دِ نۀ کړى مالکه! په تا دِ داسے هيڅ کله هم ونۀ شى.“
23
بيا عيسىٰ مخ ورواړوو اَؤ پطروس ته ئے ووئيل، ”لرے شه شيطانه! تۀ زما دَ لارے خنډ ئے، تۀ دَ بنى آدمو غوندے سوچ کوے، دَ خُدائے په رنګ نه.“
24
بيا عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”څوک په ما پسے راتلل غواړى، هغه دِ دَ خپل ځان نه مُنکر شى، خپله سولئ دِ په خپله راواخلى اَؤ ما پسے دِ راځى.
25
څوک چه ځان بچ کوى هغه به ئے ورک کړى، خو که څوک زما دَ خاطره ځان ورک کړى هغه به خپل ژوندُون بيا مُومى.
26
که يو سړے دَ خپل ژوندُون په بدل کښے ټول جهان ومُومى نو څۀ ئے ومُوندل؟ اَؤ دَ خپل ژوندُون دوباره مُوندلو دَ پاره هغه کُومه بيعه ورکولے شى؟
27
ځکه چه اِبن آدم به دَ خپل پلار په لوئى کښے دَ خپلو فرښتو په ملګرتيا کښے راځى اَؤ بيا به هغه هر چا ته دَ خپل کړى عمل بدل ورکوى.
28
زَۀ تاسو ته دا وايم چه په دے ځائے کښے داسے کسان شته چه هغوئ به تر هغے نۀ مرى تر څو چه هغوئ اِبن آدم خپلے بادشاهئ ته په راتلو ونۀ وينى.“
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28