bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 25
Matthew 25
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 26 →
1
په هغه وخت به دَ آسمان بادشاهى دَ لسو پيغلو په شان وى چا چه مشعلُونه واخستل چه دَ وادۀ دَ زلمى مخے له وروزى.
2
پينځۀ کم عقلے وے اَؤ پينځۀ هوښيارے.
3
هر کله چه کم عقلو مشعلُونه پورته کړل نو دَ ځان سره ئے تيل وانۀ خستل.
4
خو هغه هوښيارو دَ ځان سره دَ تيلو کُوپئ هم واخستے.
5
کله چه دَ وادۀ زلمے په راتلو کښے اټال شو نو هغوئ ټولے پرکاله شوے اَؤ خوب يوړے.
6
خو په نيمه شپه کښے چغے شوے، دا دے دَ وادۀ زلمے! راشئ چه وئے وينئ!
7
په دے ټولے پيغلے پاڅيدلے اَؤ خپل مشعلُونه ئے سم کړل.
8
کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چه دَ خپلو تيلو نه مُونږ له لږ راکړئ ځکه چه زمونږ مشعلُونه مرى.
9
هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ سره دومره تيل نشته چه دَ ټولو کار پرے وشى، ښۀ به دا وى چه تاسو دکان ته لاړے شئ اَؤ ځان له تيل واخلئ.
10
څۀ وخت چه هغوئ په تيلو پسے تلے وے نو دَ وادۀ زلمے راغے. کُومے چه تيارے وے هغوئ ورسره دَ وادۀ مجلس ته ننوتے اَؤ ور بند شو.
11
اَؤ بيا هغه نورے پينځۀ هم بيرته راغلے اَؤ چغے ئے کړے، صاحبه! صاحبه! مُونږ ته ور بيرته کړه.
12
خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چه زَۀ تاسو نۀ پيژنم.
13
ځکه بيدار اوسئ، ولے چه تاسو ته دَ ورځے اَؤ دَ وخت هيڅ پته نشته.
14
مِثال ئے دَ هغه سړى دے څوک چه په سفر تلو اَؤ نوکران ئے راوبلل اَؤ خپل مال ئے ورته وسپارو.
15
يو له ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے، دويم ته ئے دوه اَؤ دريم ته يوه، هر يو ته دَ خپل قابليت په مُطابق، بيا هغه دَ ملک نه روان شو.
16
چا ته چه پينځۀ تيلئ ورکړے شوے وے هغه سمدستى لاړو اَؤ سوداګرى ئے پرے شروع کړه اَؤ پينځۀ تيلئ ئے په کښے نورے وګټلے.
17
خو کُوم سړى ته چه دوه تيلئ ورکړے شوے وے هغۀ دوه نورے وګټلے.
18
اَؤ کوم سړى ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه هغه لاړو، په مزکه کښے ئے ډوغل وکنستو اَؤ دَ مالک هغه پيسے ئے په کښے ښخے کړلے.
19
ډيره مُوده پس دَ هغوئ مالک واپس راغے اَؤ دَ هغوئ نه ئے حساب وغوښتو.
20
کُوم سړى ته چه ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے وے، هغه راغے اَؤ پينځۀ نورے ئے ورسره کيښودے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ګوره مالکه! تا ما ته پينځۀ تيلئ راکړے وے، ما ورسره پينځۀ نورے زياتے کړے.
21
مالک ووئيل، شاباش زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اِعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ اِختيارمند کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه.
22
بيا دَ دوؤ تيلو هغه سړے راغے اَؤ وے وئيل، مالکه! تا ما ته دوه تيلئ سپارلے وے، ګوره، ما ورسره دوه نورے زياتے کړے.
23
مالک ورته ووئيل، شاباش! زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ مُختار کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه.
24
بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل، مالکه! ما ته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے، تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے، تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى.
25
نو زَۀ ويريدلم، ځکه لاړم اَؤ ستا سرۀ زر مے په مزکه کښے ښخ کړل. څۀ چه ستا وُو هغه دا دى.
26
مالک ورته ووئيل، اَئے سُسته نوکره! تاته معلُومه وه چه زَۀ ئے هلته ريبم چرته چه کرونده نۀ کوم اَؤ هلته ئے راټولوم چرته چه خورول نۀ کوم څۀ؟
27
نو بيا تاته پکار وُو چه زما پيسے دِ صرافانو ته ورکړے وے، نو په واپسئ به ما هغه مال دَ سُود سره حاصل کړے وو.
28
هغۀ ووے چه دَ دَۀ نه دَ زرو هغه تيلئ واخلئ اَؤ دَ لسو تيلو والا ته ئے ورکړئ.
29
ځکه چه دَ چا سره چه څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغے چه څۀ ترے سيوا هم شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغه به هغه لږ څۀ هم بائيلى چه ورسره دى.
30
دا بے فائدے نوکر تيارے ته وغورزوئ، چرته چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښونو چيچل دى.
31
هر کله چه اِبن آدم په پُوره شان سره راشى اَؤ ټولے فرښتے ورسره وى، هغه به دَ خپلے لوئئ په تخت کښينى.
32
اَؤ ټول قومُونه به وروړاندے راټول کړے شى هغه به بنى آدم په دوؤ ډلو کښے جُدا کړى لکه څنګه چه شپُونکے ګډے دَ بزو نه جُدا کوى.
33
اَؤ هغه به ګډے خپل ښى لاس ته اَؤ بزے خپل ګس لاس ته کړى.
34
بيا به بادشاه دَ ښى لاس خلقو ته ووائى چه راځئ زما دَ پلار مُبارکو خلقو! دَ باد شاهئ وارثان شئ چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے تاسو ته جوړه شوے وه په هغے کښے داخل شئ.
35
کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ کړم، اَؤ چه تږے وم اوبۀ مو دَ څښلو دَ پاره راکړے، اَؤ چه زَۀ مُسافر وم نو تاسو زَۀ خپل کور ته ننه ايستم،
36
اَؤ چه بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چه زَۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو اَؤ چه په قيد کښے وم نو تاسو زما مُلاقات له راغلئ.
37
نو صادِقان به جواب ورکړى، مالکه! دا کله وُو چه مُونږ تۀ وږے وليدے اَؤ موړ مو کړے، يا تږے وے نو دَ څښلو دَ پاره مو اوبۀ درکړے،
38
اَؤ مُسافر وے نو مُونږ کور ته ننه ايستلے، يا بربنډ وے نو په جامو مو پټ کړے؟
39
مُونږ تۀ کله ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے نو مُلاقات مو درسره کړے وُو؟
40
اَؤ بادشاه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو زما په وروڼو کښے دَ عاجز نه عاجز يو تن سره هم چه څۀ کړى دى نو زما دَ پاره مو کړى دى.
41
بيا به هغه هغو ته ووائى، څوک چه به دَ هغۀ ګس لاس ته وى، اَئے لعنتيانو! زما دَ سترګو نه پنا شئ اَؤ هغه تل عُمرى اور ته لاړ شئ چه دَ شيطان اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ پاره تيار شوے دے!
42
کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ نۀ کړم، اَؤ چه تږے وم دَ څښلو دَ پاره مو هيڅ رانۀ کړل،
43
اَؤ چه مُسافر وم نو کور ته مو ننه نۀ ايستلم، چه بربنډ وم تاسو په جامو پټ نۀ کړلم، اَؤ کله چه زَۀ ناروغه اَؤ قيدى وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.
44
اَؤ هغوئ به هم په جواب کښے ووائى، مالکه! دا کله مُونږ وږے تږے، مُسافر، بربنډ، ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے اَؤ ستا مو هيڅ خدمت نۀ دے کړے؟
45
اَؤ هغه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر کله چه تاسو دَ عاجز نه عاجز يو تن سره، که هغه هر څومره چه هم عاجز وو، نۀ دى کړى نو تاسو ماسره نۀ دى کړى.
46
اَؤ هغوئ به تل عُمرى عذاب ته لاړ شى، خو صادِقان به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 26 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28