bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 23
Matthew 23
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 24 →
1
عيسىٰ بيا خپلو مُريدانو اَؤ خلقو ته داسے خبرے وکړلے چه
2
”دَ شرعے عالمان اَؤ فريسيان دَ مُوسىٰ په ګدئ ناست دى،
3
نو هر څۀ چه دوى تاسو ته وائى هغه کوئ دَ هغوئ خبرو ته غوږ ږدئ، خو دَ هغو په شان کارُونه مه کوئ ځکه چه دوئ وائى يو څۀ اَؤ کوى بل څۀ.
4
دوئ درانۀ پيټى تړى اَؤ دَ خلقو په اوږو ئے بارَوى خو دا نۀ غواړى چه دَ يو بوج دَ اوچتولو دَ پاره خپله يوه ګوته هم وروړى.
5
دوئ چه هر څۀ کوى دا دَ نمائش دَ پاره کوى. هغوئ خپل تعويزُونه غټ جوړوى اَؤ دَ خپلو چوغو ځونډى لوئے.
6
دوئ په دعوت کښے غوره ځايُونه خوښوى اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ کُرسئ،
7
اَؤ په بازارونو کښے دَ خلقو نه سلامونه غواړى اَؤ چه دَ ربى په نوم وبللے شى.
8
تاسو ته دِ څوک ربى ونۀ وائى ځکه چه ستاسو يو اُستاذه شته اَؤ تاسو ټول ورُوڼه يئ.
9
په مزکه هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چه تاسو يو پلار لرئ اَؤ هغه په آسمان کښے دے.
10
تاسو ته دِ څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چه تاسو يو اُستاذ لرئ اَؤ هغه مسيح دے.
11
په تاسو کښے دِ دَ ټولو نه لوئے ستاسو خادم وى.
12
اَؤ هر څوک چه ځان اُوچتوى هغه به غريب کړے شى، اَؤ چه څوک ځان غريب کړى هغه به اُوچت کړے شى.“
13
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس! تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ دروازے په خلقو بندوئ، نه خو تاسو خپله ورننوزئ اَؤ نۀ نور ننوتو ته پريږدئ.
14
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! اَفسوس په تاسو! تاسو دَ کُونډو مالُونه خورئ خو دَ نمائش دَ پاره اُوږده دُعا کوئ. تاسو ته به سخته سزا درکولے شى.
15
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس دے چه تاسو په وچه اَؤ لمده دَ دے دَ پاره سفر کوئ چه يو کس ځان ته راواړوئ، اَؤ چه کله هغه تاسو ځان ته راواړوئ نو دَ ځان نه ئے يو په دوه چنده دَ دوزخ زوئے جوړوئ.
16
اَفسوس! اَئے ړندو لارښوُونکو! چه تاسو وايئ چه که څوک دَ خُدائے دَ کور قَسم وخوری نو هیڅ خبره نۀ ده، خو که هغه دَ خُدائے دَ کور دَ ننه په سرو زرو قَسم وخورى نو پابند وى.
17
اَئے ړندو کم عقلو! په دے دواړو کښے کُوم يو څيز اَهم دے، سرۀ زر اَؤ که دَ خُدائے کور چه زر هم پاکوى؟
18
يا تاسو وايئ که څوک په قربانګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو که څوک دَ قربانګاه په شکرانے قَسم وخورى نو هغه پابند وى.
19
اَئے ړندو! کُوم څيز زيات اَهم دے، شکرانه که هغه قربانګاه چه شکرانه هم پاکوى؟
20
څوک چه په قربانګاه قَسم وخورى. نو هغه په قربانګاه اَؤ په هغے باندے په موجُودو شکرانو دواړو قَسم خورى.
21
څوک چه دَ خُدائے په کور قَسم خورى، نو هغه په هغے اَؤ څوک چه هلته اوسى، په دواړو قَسم خورى.
22
اَؤ څوک چه په آسمان قَسم وخورى نو هغه دَ خُدائے په تخت اَؤ دَ هغۀ په کښيناستُونکى قسم خورى.
23
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو ويلنى دَ کاږو اَؤ دَ زيرے عشُر ورکوئ خو دَ شريعت معتبرے خبرے، اِنصاف، رحم اَؤ ايمان مو پريښى دى په کار دا وه چه دا مو هم کولے اَؤ هغه مو هم پريښودلے.
24
اے ړندو لار ښوُونکو! ماشے خو چڼوئ خو اُوښ سره دَ ګپے تيروئ.
25
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو افسوس! تاسو دَ کنډول اؤ رکابئ بهرنے اړخ پاک ساتئ خو هغه مو دَ ننه په لُوټ اَؤ بد پرهيزئ ډک کړى دى.
26
اَئے ړونده فريسى! اول کنډول دَ ننه صفا کړه، نو بهر به ئے هم صفا شى.
27
اَئے دَ شرعے عالِمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس! ستاسو مِثال دَ هغه قبرُونو دے چه بهر سپين کړى اؤ ښائسته ښکارى خو دَ ننه دَ مَړو دَ هډُوکو اَؤ دَ نورے ګندګئ نه ډک وى.
28
دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادِقان ښکارئ، ولے دَ ننه دَ مُنافقت اَؤ بے شرعے کارُونو نه ډک يئ.
29
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو دَ نبيانو زيارتُونه جوړوئ اَؤ دَ صادِقانو مقبرے ډَؤلى کوئ،
30
اَؤ دا وايئ چه که چرے مُونږ دَ خپلو پلارُونو نيکُونو په زمانه ژوندى وئے نو دَ نبيانو په خُون کښے به شريک شوى نۀ وُو.
31
دغسے تاسو په ځان ګواهى کوئ چه تاسو دَ هغو خلقو زامن يئ چا چه نبيان وژلى وُو.
32
نو ځئ اَؤ دَ خپلو پلارونو نيکُونو نيمګړے کنډول ډک کړئ.
33
اَئے مارانو اَؤ دَ مارانو بچو! فکر وکړئ چه تاسو به دَ دوزخ دَ سزا نه څنګه خلاص شئ؟
34
ځکه زَۀ تاسو ته نبيان حکيمان اَؤ دَ شرعے عالمان دراستوم نو ځنى به تاسو مړۀ کړئ، ځنے به په سولئ کړئ اَؤ ځنے به په خپلو عبادت خانو کښے په کروړو ووهئ اَؤ دَ يو ښار نه به ئے بل ښار ته په مخه کړئ.
35
دغه شان به دَ ټولو بے ګُناه خلقو په مزکه دَ توئے شوے وينے جُرم ستاسو په غاړه شى، دَ بے ګُناه هابيل نه دَ برکياه دَ زوئے زکرياه تر وينے پورے، څوک چه تاسو دَ خُدائے دَ کور اَؤ قربانګاه په مينځ کښے مړ کړو.
36
زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ټول به په دے پيړئ باندے راځى.
37
اَئے بيتُ المُقدسه! اَئے دَ بيتُ المُقدس ښارئے! چه تۀ نبيان وژنے اَؤ رسُولان سنګساروَے چه تا ته راليږلے شوى دى. ما څو ځله دا کوشش وکړو چه ستا بچى راغونډ کړم، داسے لکه چه چرګه خپل بچى تر وزرو لاندے کوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
38
وګوره! هغه دے ستاسو کور چه شاړ پاتے کيږى.
39
اَؤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ تر څو چه دا ونۀ وايئ چه ”مُبارک دِ وى هغه چه څوک دَ رب په نوم راځى.“
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28