bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 5
Matthew 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 6 →
1
کله چه عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو. اَؤ کله چه دَ هغۀ مُريدان ورته راټول شول،
2
نو هغۀ ورته داسے تعليم ورکول شروع کړو :
3
”بختور دى هغوئ چه دَ رُوح غريبان دى ځکه چه دَ آسمان بادشاهى دَ هغوئ ده.
4
بختور دى هغوئ چه غمژن دى، هغوئ به تسلى ومُومى.
5
بختور دى هغوئ چه حليمان دى ځکه چه دوئ به دَ مزکے وارثان شى.
6
بختور دى هغوئ چه دَ صداقت وږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.
7
بختور دى هغوئ چه رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.
8
بختور دى هغوئ چه زړونه ئے پاک دى، هغوئ به دَ خدائے ديدن وکړى.
9
بختور دى دَ اَمن راوستُونکى، خدائے به هغوئ ته خپل زامن ووائى.
10
بختور دى هغوئ چه دَ خدائے دَ رضا دَ پاره ربړولى کيږي، دَ آسمان بادشاهى دَ هغوئ ده.
11
تاسو بختور يئ چه زما دَ پاره په ځان ملامتے، سختے زحمتے تيروئ اَؤ دَ خلقو قِسم قِسم دروغژنے بدے خبرے زغمئ.
12
دا هر څۀ تاسو په خوشحالئ اَؤ رُوڼ تندى وزغمئ ځکه چه په آسمان کښے ستاسو دَ پاره لوئے اَجر دے، ځکه چه ستاسو نه وړاندے هم دغه رنګ دوئ نبيان ربړولى دى.
13
تاسو دَ دُنيا دَ پاره مالګه يئ. که مالګه بے خونده شى نو څنګه به مالګينه شى؟ دا بيا په هيڅ کار نۀ راځى اَؤ دَ غورزولو اَؤ دَ پښو دَ لاندے کولو جوګه شى.
14
تاسو دَ ټول عالم دَ پاره رڼا يئ. کُوم ښار چه په غرۀ آباد وى هغه پټيدے نۀ شى.
15
چه ډيوه بله شى نو دَ اوږى لاندے نۀ شى کيښودے، بلکه دَ ډيوټ دَ پاسه ايښلے شى چرته چه دَ کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.
16
اَؤ تاسو هم دغه رنګ دَ خلقو دَ وړاندے رڼا خوره کړئ دَ دے دَ پاره چه هر کله چه هغوئ ستاسو ښۀ کارُونه ووينى نو هغوئ به ستاسو دَ پلار چه په آسمان کښے دے، لوئى بيان کړى.
17
دا خيال مه کوئ چه ګنى زَۀ دَ دے دَ پاره راغلے يم چه شريعت اَؤ دَ نبيانو کتابُونه منسُوخ کړم. زۀ منسُوخ کولو ته نۀ يم راغلے بلکه پُوره کولو ته راغلے يم.
18
زَۀ درته دا وايم چه تر څو پورے چه دا آسمان اَؤ مزکه ختم شوى نۀ وى نو دَ شريعت يو ورکوټے حرف يا يو زبر قدر به هم ورک نۀ شى، تر څو چه دا هر څۀ سر ته ونۀ رسى.
19
نو که څوک سړے تِر نه يو پوټسکے دَ شريعت هم مات کړى اَؤ نورو خلقو ته دَ داسے کولو تعليم ورکړى نو دَ آسمان په بادشاهئ کښے به دَ دوئ ځائے دَ ټولو نه لاندے وى. خو هغه څوک چه په شريعت عمل وکړى اَؤ نورو ته ئے هم تعليم ورکوى، هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے لوئى بيا مُومى.
20
زَۀ تاسو ته دا وايم، تر څو چه تاسو په صداقت کولو کښے دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخليدے نۀ شئ.
21
تاسو آؤريدلى دى چه زمُونږ پلارُونو ته وئيلى شوى وُو چه ”قتل مه کوئ. هغه څوک چه قتل وکړى هغۀ ته به خامخا په عدالت کښے سزا ورکولے شى.“
22
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه خپل ورور ته قهر وکړى، هغۀ ته به هم ضرور په عدالت کښے سزا ورکړے شى. اَؤ که هغه خپل ورور ته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، اَؤ که چرے ورته ليونے ووائى نو هغه به خامخا دَ هغے بدله کښے دَ دوزخ دَ اور سزا مُومى.
23
که چرے تاسو دَ قُربانئ ځائے ته څۀ شے راؤړئ اَؤ درته راياد شى چه ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، نو خپله قُربانى په هغه ځائے پريږده،
24
لاړ شه، اول خپل ورور پخلا کړه اَؤ بيا راشه اَؤ خپل نذر وړاندے کړه.
25
که څوک په تا دعوىٰ لرى نو زر ورسره جوړه وکړه، کله چه تاسو دواړه عدالت ته روان يئ. ګنى هغه به دِ مُنصف ته حواله کړى اَؤ مُنصف سپاهى ته، اَؤ تۀ به قيد شے.
26
زَۀ درته دا وايم، تر څو چه تۀ پيسه پيسه ادا نۀ کړے تر هغے به تۀ خلاص نۀ شے.
27
تاسو ته معلُومه ده چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه ”زنا مه کوئ.“
28
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه.
29
که چرے ستا ښئ سترګه دَ ګُناه سبب شى. نو وئے باسه اَؤ دَ ځانه ئے وغورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.
30
اَؤ که چرے ستا ښئ لاس دَ ګُناه سبب شى نو پرے ئے کړه اَؤ وئے غورزوه. ستا دَ پاره دا غوره ده چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.
31
هغوئ ته وئيلى شوى وُو، کُوم سړے چه خپله ښځه طلاقه کړى نو خامخا دِ هغے ته طلاق نامه ورکړى.
32
خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.
33
بيا دا تاسو آؤريدلى دى چه زمونږ نيکُونو ته وئيلى شوى وُو چه ”خپل سوګند مه ماتوئ بلکه خپل قَسم دَ خدائے دَ پاره خامخا پُوره کوئ.“
34
خو زۀ تاسو ته دا وايم چه چرے هم قَسم مه خورئ، په آسمان باندے هم نۀ، ځکه چه دا دَ خدائے تخت دے،
35
اَؤ نۀ په مزکه ځکه چه دا دَ هغۀ دَ پښو چوکئ ده، اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس ځکه چه دا دَ لوئے بادشاه ښاريه ده،
36
اَؤ نۀ په خپل سر ځکه چه تۀ دَ دے يو ويښتۀ هم په خپله مرضئ نۀ سپينولے اَؤ نۀ تورولے شئے.
37
تاسو تش دَ هو په ځائے هو، اَؤ دَ نه په ځائے نه جواب ورکوئ. دَ دے نه زيات چى دے هغه دَ شيطان کار دے.
38
تاسو خبر يئ چه دا وئيلى شوى وُو چه ”دَ سترګے په بدل کښے سترګه اَؤ دَ غاښ په بدل کښے غاښ.“
39
خو زۀ تاسو ته دا وايم چه دَ هغه سړى برخلاف مه ودريږئ څوک چه درسره بد کوى. که څوک درله په ښى مخ څپيړه درکړى نو ګس مخ وروړاندے کړه.
40
که چرے يو سړے ستا په قميص دعوىٰ لرى نو تۀ خپله چُوغه هم ورله ورکړه.
41
که چرے يو اِختيارمن تا يو ميل په بيګار بيائى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه.
42
چه څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه اَؤ دَ داسے سړى نه مخ مۀ اَړوه څوک چه درنه قرض غواړى.
43
تاسو خبر يئ چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه ”دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ اَؤ دَ خپل دُښمن نه کرکه.“
44
خو زَۀ درته دا وايم چه دَ خپلو دُښمنانو سره مينه کوئ، اَؤ څوک چه په تاسو ظُلم کوى دَ هغو دَ پاره دُعا غواړئ،
45
چه په دے تاسو دَ خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چه په بدو اَؤ په ښو يو شان خپل نمر راخيژوى اَؤ په ديانتدارو اَؤ په بدديانتو يو شان باران وروى.
46
که چرے تاسو تش دَ هغو سره مينه کوئ څوک چه تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو دَ څۀ اَجر طمعدار يئ؟ ولے چه محصُولچيان هم دغسے کوى.
47
که چرے تاسو تش په خپلو ورُوڼو سلام اچوئ نو دا کُومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو غير قومُونه هم کوى.
48
تاسو کامل شئ لکه څنګه چه ستاسو آسمانى پلار کامل دے.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28