bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 17
Matthew 17
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 18 →
1
شپږ ورځے پس عيسىٰ پطروس، يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا دَ ځان سره يو اُوچت غر ته وخيژول. هلته دوئ يواځے وُو.
2
اَؤ دَ هغوئ په موجودګئ کښے دَ هغۀ شکل بدل شو اَؤ دَ هغۀ مخ لکه دَ نمر وځليدو اَؤ دَ هغۀ جامے لکه دَ رڼا سپينے شوے.
3
اَؤ هغوئ وليدل چه مُوسىٰ اَؤ اِلياس ورله راغلل اَؤ دَ هغۀ سره ئے خبرے کولے.
4
بيا پطروس ووئيل، ”مالکه! دا څومره ښه خبره ده چه مُونږ هم دلته موجُود يُو. که ستاسو خوښه وى نو زَۀ به دلته درے کوټے جوړے کړم، يو تاله، يوه مُوسىٰ له اَؤ يو اِلياس له.“
5
هغۀ لا دا خبره کوله چه ناڅاپى يوه روښانه وريځ راخوره شوه اَؤ په هغوئ سورے شوه اَؤ دَ وريځے نه آواز راغے، ”دا زما محبوب زوئے دے دَ چا نه چه زَۀ رضا يم. دَ هغۀ خبرے واؤرئ!“
6
دَ دے آواز په آوريدو مُريدان دَ ويرے نه پړ مخے پريوتل.
7
بيا عيسىٰ هغوئ له ورغے، په هغوئ ئے لاس ولګوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅئ! مۀ ويريږئ!“
8
کله چه هغوئ سترګے وغړولے نو بغير دَ عيسىٰ نه ئے هيڅ ونۀ ليدل.
9
دَ غرۀ نه چه هغوئ ښکته راکُوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته حُکم ورکړو چه ”دا واقعه تر هغے چا ته مۀ وايئ تر څو چه اِبن آدم دَ مړو نه ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“
10
مُريدانو په هغۀ يو سوال وکړو چه ”بيا زمُونږ دَ شرعے عالمان ولے داسے وائى چه اِلياس به خامخا وړوُمبے راځى؟“
11
هغۀ ورته ووئيل، ”هو اِلياس به راځى اَؤ هر څۀ به سموى.
12
خو زَۀ تاسو ته وايم چه اِلياس خو راغلے دے، ولے هغوئ پيژندلے نۀ دے اَؤ چه څۀ دوئ غوښتل هغه ئے ورسره وکړل. اَؤ دغه شان به هم اِبن آدم دَ هغوئ دَ لاسه تکليفونه تيروى.“
13
بيا مُريدان پوهه شول چه هغه مُونږ ته دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ په باب کښے وائى.
14
کله چه هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ ته راغے، دَ هغۀ په وړاندے په زنګُونو شو
15
اَؤ وئے وئيل، ”مالکه! زما په زوى رحم وکړه! په هغۀ مِرګى راځى اَؤ ډير ئے ربړوى اَؤ کله خو ئے په اور کښے غورزوى اَؤ کله ئے په اوبو کښے.
16
ما هغه ستا مُريدانو ته راوستلے وو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو“
17
عيسىٰ په جواب کښے ووئيل چه ”اَئے بے ايمانه اَؤ بے لارے پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ زَۀ به تر څو ستاسو زغم کوم؟ هغه دلته ما له راوله.“
18
بيا عيسىٰ هغه وزورلو، نو بد رُوح هغه پريښودو اَؤ سمدستى هغه هلک روغ شو.
19
دَ دے نه پس مُريدان عيسىٰ ته ځان له راغلل اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا مُونږ ولے لرے کولے نۀ شو؟“
20
هغۀ جواب ورکړو چه ”ستاسو عقيده ډيره کمزورے ده. زَۀ تاسو ته دا وايم، که ستاسو عقيده دَ شړشمو دَ دانے هومره وى نو تاسو دے غر ته ووايئ چه دَ دلته نه هلته لاړ شه، نو دے به وخوزيږى. اَؤ هيڅ کار به تاسو دَ پاره نامُمکن نۀ وى.“
21
***
22
کله چه هغوئ په ګليل کښے يو ځائے روان وُو نو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”اِبن آدم به دَ بنى آدمو په لاس ورکړے شى.
23
هغوئ به دَئے ووژنى، بيا به په دريمه ورځ هغه ژوندے پاڅولے شى.“ نو هغوئ ډير غمژن شول.
24
کله چه دوئ کفرنحوم ته راغلل نو دَ خُدائے دَ کور خزانچى پطروس ته راغے اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”آيا ستا اُستاذ دَ خُدائے دَ کور خِراج ورکوى څۀ؟“
25
پطروس ورته ووئيل چه ”هغه ئے ورکوى.“ خو کله چه پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ دَ هغۀ دَ وينا نه وړاندے ووئيل چه ”اَئے شمعُونه! ته په دے باره کښے څۀ وائے چه دَ دُنيا بادشاهان دَ چا نه محصُول اَؤ خِراج آخلى، دَ خپلو خلقو نه که دَ پردو نه؟“
26
پطروس جواب ورکړو چه ”دَ پردو نه.“ عيسىٰ ووئيل، ”نو بيا خو دَ دوئ خپل خلق معاف دى.
27
خو هر کله چه مُونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، دَ درياب په اوبو کښے کُونډه ورواچوه اَؤ وړومبے چه کُوم کب تۀ ونيسے، دَ هغۀ خُله وازه کړه، نو تۀ به په کښے يوه دَ سپينو زرو سيکه ومُومے. هغه يوسه اَؤ ور ئے کړه، دا به زمُونږ دَ دواړو محصُول پُوره کړى.“
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28