bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 10
Matthew 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 11 →
1
بيا عيسىٰ خپل دولس مُريدان راوغوښتل اَؤ هغوئ له ئے دَ ناپاکو رُوحونو لرے کولو اَؤ دَ هر قِسم رنځُورانو اَؤ کمزورتيا روغولو اِختيار ورکړو.
2
دَ هغه دولسو رسُولانو نومُونه دا دى، ړُومبے شمعُون چه پطروس ورته وائى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس، دَ زبدى زوئے يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا،
3
فيليپوس اَؤ برتلمائ، توما اَؤ متى محصولچى، دَ حلفى زوئے يعقوب اَؤ تدى،
4
شمعُون ننګيالے اَؤ يهوداه اِسکريوتى، يعنے هغه سړے چه په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړله.
5
عيسىٰ دا دولس کسان دَ دے هداياتو سره وليږل چه ”دَ غير يهودى قومُونو په لورى مه ځئ اَؤ دَ سامريانو يوے ښاريئے ته هم مه ننوزئ،
6
خو دَ اِسرائيلو دَ کورنئ ورکو شوو ګدو ته لاړ شئ.
7
اَؤ په تلو تلو کښے دا پيغام ورکوئ چه دَ آسمان بادشاهى نزدے راغلے ده.
8
رنځُوران جوړوئ، مړى ژوندى کوئ، جُزاميان پاکوئ اَؤ پيريان وباسئ. تاسو ويړيا ومُونده، ويړيا ئے ورکوئ.
9
سرهٔ زر یا سپین زر یا تانبه ځان سره په خپلے همیانئ کښے مه وړئ.
10
دَ لارے توښه مه آخلئ، مه دوه قميصُونه آخلئ، نۀ نور پيزار، نۀ اَمسا، ځکه چه مزدُور دَ خپلے مزدورئ حقدار دے.
11
هر کله چه تاسو يو ښار يا کلى ته ورشئ نو دَ داسے سړى کره ورځئ چه دَ ورتلو لائق وي، اَؤ هلته تر هغے ايساريږئ تر څو چه رُخصت شوى نۀ يئ.
12
کُوم کور ته چه تاسو ننوزئ، دَ هغوئ سلامتى غواړئ.
13
که هغه دَ دے لائق وى نو ستاسو خير به ورورسى، اَؤ که لائق نۀ وى نو ستاسو خير به بيرته تاسو ته راوګرزى.
14
خو که چرے څوک تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته کيږنۀ دى نو هر کله چه تاسو دَ هغه کور يا ښار نه بهر وزئ نو دَ خپلو پښو نه دُوړه وڅنډئ.
15
زَۀ تاسو ته دا وايم چه په ورځ دَ قيامت به دَ صدوم اَؤ دَ عموره دَ ملک حال دَ دے ښار دَ حال نه ښۀ وى.
16
ګورئ! زَۀ تاسو لکه دَ ګډو په شان شرمخانو ته آستوم. دَ مارانو په شان هوښيار اَؤ دَ کونترو په شان بے آزاره اوسئ.
17
خبردار اوسئ چه دوئ به تاسو عدالتُونو ته حواله کوى اَؤ په خپلو عبادت خانو کښے به مُونږ په کروړو وهى،
18
اَؤ زما دَ خاطره به تاسو حاکمانو اَؤ بادشاهانو ته پش کوى چه دَ هغوئ اَؤ غيرو قومُونو دَ پاره شاهِدان شئ.
19
خو هر کله چه تاسو ونيولے شئ نو دَ دے انديښنه مه کوئ چه تاسو به څۀ اَؤ څنګه ووايئ. چه وخت راشى نو هغه خبرے به په خپله ستاسو خُلے له راشى چه تاسو ته ئے ضرورت وى.
20
ځکه چه دغه به تاسو په خپله خبرے کوُونکى نۀ يئ بلکه ستاسو دَ آسمانى پلار رُوح به په تاسو کښے خبرے کوى.
21
ورور به دَ ورور دَ مرګ مُخبر شى اَؤ پلار به دَ زوى، اَؤ اَؤلاد به دَ مور پلار نه خلاف شى اَؤ وبه ئے وژنى.
22
ټول به زما دَ نُوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه سړے چه تر آخره صبر وکړى هغه به بچ شى.
23
کله چه تاسو په يو ښار کښے وربړيږئ نو بل ته هجرت وکړئ. زَۀ رښتيا درته وايم چه دَ دے نه آګاهو چه تاسو دَ بنى اِسرائيل په ټولو ښارُونو کښے وګرزئ چه اِبن آدم به راشى.
24
شاګرد دَ خپل اُستاد نه لوئے نۀ وى اَؤ نۀ غلام دَ خپل مالک نه.
25
دَ شاګرد دَ پاره دا کافى ده چه دَ اُستاد په شان شى اَؤ خادم دَ خپل مالک په شان. که چرے دَ کور مالک ته بعلزبُول وئيلے شوے دے نو دَ هغۀ دَ کور خلقو ته به ولے نۀ وائى؟
26
نو دَ هغوئ نه ويره مۀ کوئ. داسے پټ شے نِشته چه ښکاره به نۀ شى اَؤ نۀ داسے پټ څيز چه هغه به ونۀ پيژندے شى.
27
څۀ چه زَۀ تاسو ته په تيارۀ کښے ووايم نو تاسو ئے په رڼا کښے وايئ. څۀ چه تاسو ته په غوږ کښے ووئيلے شى هغه تاسو دَ کوټے په سر په چغو وايئ.
28
دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو رُوح نۀ شى وژلے، بلکه دَ هغه چا نه ويريږئ څوک چه دَ رُوح اَؤ دَ بدن دواړو په دوزخ کښے دَ بربادولو توان لرى.
29
آيا دوه چڼچڼے په يوه پيسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو دَ پلار دَ رضا نه بغير يوه هم په مزکه نۀ راپريوزى.
30
اَؤ څو پورے چه ستاسو تعلق دے ستاسو دَ سر ويښتۀ هم شمارلى شوى دى.
31
پس هيڅ ويره مۀ کوئ، تاسو دَ بے شميره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
32
هر څوک چه دَ خلقو په وړاندے زما اِقرار وکړى، زَۀ به په آسمان کښے دَ خپل پلار په وړاندے دَ هغۀ اِقرار وکړم.
33
اَؤ هر څوک چه دَ خلقو په وړاندے زما نه اِنکار وکړى، زَۀ به په آسمان کښے دَ خپل پلار په وړاندے دَ هغۀ نه اِنکار وکړم.
34
تاسو دا خيال هيڅ کله مه کوئ چه زَۀ دُنيا ته دَ اَمن راوړلو دَ پاره راغلے يم، زَۀ دَ اَمن راؤړلو دَ پاره نۀ يم راغلے خو دَ تُورے دَ پاره.
35
زَۀ دے ته راغلے يم چه سړے دَ خپل پلار خلاف شى، لُور دَ مور اَؤ اِنږور دَ خواښے.
36
اَؤ دَ سړى دُښمنان به دَ هغۀ دَ کور خلق وى.
37
داسے يو سړے هم زما لائق نۀ دے څوک چه دَ مور پلار سره زما نه زياته مينه ساتى اَؤ هغه سړے هم زما لائق نۀ دے څوک چه زما نه زياته مينه دَ خپل زوئے اَؤ لُور سره کوى.
38
داسے سړے زما لائق نۀ دے څوک چه خپله سولئ نۀ پورته کوى اَؤ زما په قدم نۀ ځى.
39
څوک چه ځان ساتى هغه به ژوند بائيلى، اَؤ څوک چه زما دَ پاره ژوند بائيلى، هغه به ژوند بيا مُومى.
40
څوک چه تاسو قبلوى هغه ما قبلوى، اَؤ څوک چه ما قبلوى هغه زما راليږُونکے قبلوى.
41
هر هغه څوک چه يو نبى دَ نبى په نُوم قبُول کړى هغه به دَ نبى اَجر مُومى، اَؤ هر هغه څوک چه يو صادِق دَ صادِق په نُوم قبُول کړى، هغۀ ته به دَ صادِق اَجر ورکړے کيږي.
42
هر هغه څوک که يو کنډول قدرے يخے اوبۀ دے ورکوټو ته زما دَ مُريدئ په وجه ورکړى، نو زَۀ درته دا وايم چه هغه سړے به بے اَجره پاتے نۀ شى.“
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28