bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 14
Matthew 14
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 15 →
1
هم په دغه ورځو کښے هيروديس چه دَ ګليل حاکم وو، دَ هغۀ غوږُونو ته چه دَ عيسىٰ شُهرت ورسيدو،
2
نو هغۀ ټولو نوکرانو ته ووئيل چه ”دا بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ دے. هغه بيا راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره دَ مُعجزو طاقت هم دے.“
3
هيروديس دَ خپل ورور فيليپوس دَ ښځے هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، زولنئ ئے ور اچولے وے اَؤ په قيد خانه کښے ئے غورزولے وو.
4
ځکه چه يحيىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه ”دَ دے ساتل په تا حرام دى.“
5
هيروديس به هغه مړ کړے وو خو دَ خلقو نه ويريدلو ځکه چه خلقو هغه نبى ګڼلو.
6
خو هيروديس دَ سالګرے په ورځ دَ هيرودياس لُور دَ ميلمنو په وړاندے داسے وګډيده اَؤ هيروديس دومره زيات خوشحال شو
7
چه هغۀ سوګند وخوړو چه ”څۀ چه تۀ وغواړے، زَۀ به ئے درکړم.“
8
دَ مور په لمسه هغے ووئيل چه ”دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر ما ته په تالى کښے راؤړه.“
9
بادشاه چه دا واؤريدل نو غمژن شو، خو دَ خپل سوګند اَؤ ميلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چه دا سوال دِ پُوره کړے شى.
10
اَؤ سړى ئے واستول اَؤ دَ يحيىٰ سر ئے په قيد خانه کښے پرے کړو.
11
سر ئے په تالى کښے ايښے راؤړو اؤ جينئ ته ئے پيش کړو اَؤ هغے خپلے مور ته يوړو.
12
بيا دَ يحيىٰ مُريدان راغلل اَؤ دَ هغۀ تن ئے يوړو اَؤ ښخ ئے کړو. اَؤ هغوئ لاړل اَؤ عيسىٰ ته ئے حال ووے.
13
عيسىٰ چه دا قِصه واؤريده نو په يوه کِشتئ کښے يواځے يو خوشى ځائے ته لاړو. خو خلق خبر شو اَؤ په دَۀ پسے دَ ښارُونو نه دَ وچے په لاره پياده لاړل.
14
هغه چه غاړے ته راورسيدو نو يوه لويه ګڼه ئے وليده، زړۀ ئے پرے وسوزيدلو اَؤ چه څوک په کښے رنځُوران وُو هغه ئے روغ کړل.
15
ناوخته دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل، ”دا خوشے ځائے دے اَؤ ورځ تيره ده، خلق کلو ته رُخصت کړه چه ځان له خوراک واخلى.“
16
هغۀ جواب ورکړو، ”دَ دوئ دتلو حاجت نِشته، تاسو دَ ځانه دوئ ته دَ خوراک څۀ ورکړئ.“
17
هغوئ ووئيل چه ”مُونږ سره خو ټولے ټالے پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان دى.“
18
هغۀ ووئيل، ”دا ما ته راکړئ.“
19
بيا هغۀ خلقو ته ووئيل چه په واښو باندے کښينئ. بيا هغۀ دا پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل، آسمان پلو ئے وکتل، دُعا اَؤ برکت ئے وغوښتو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ هغه ئے مريدانو ته ورکړے اَؤ مُريدانو هغه په خلقو تقسيم کړے.
20
هغو ښه په مړه ګيډه خوراک وکړو اَؤ څۀ ترے پاتے هم شوے چه هغه هغوئ راټولے کړے نو دولس لوئے ټوکرئ ترے ډکے شوے.
21
خوا اَؤ شا پينځۀ زره سړو دغه ډوډئ خوړلے وه چه ښځے اَؤ ماشُومان په کښے شمار نۀ وُو.
22
بيا عيسىٰ مُريدان کِشتئ ته وخيژول اَؤ ورته ئے ووئيل چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شئ.
23
اَؤ چه خلق ئے رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چه يواځے دُعا وکړى، اَؤ ښۀ تر ناوخته پورے هغه هلته يواځے وو.
24
کشتئ هغه وخت دَ غاړے نه څو فرلانګه وړاندے تلے وه اَؤ دَ مُخالف باد اَؤ درياب دَ څپو له کبله سرګردانه وه.
25
دَ شپے څلورم پهر کښے دَ درياب دَ اوبو دَ پاسه عيسىٰ هغوئ ته پياده روان شو.
26
هر کله چه حواريانو دَئے دَ اوبو دَ پاسه روان وليدو نو هغوئ ويريدل اَؤ چغے ئے کړے، ”دا خو پيرے دے!“
27
عيسىٰ ورته سمدستى ووئيل چه ”مه ويريږئ! دا زَۀ يم چه ويره ونۀ کړئ.“
28
پطروس عيسىٰ ته ووئيل چه ”مالکه! که چرے دا ته ئے نو ما له حُکم راکړه چه زَۀ هم دَ اوبو دَ پاسه درشم.“
29
عيسىٰ ووئيل چه ”راځه!“ پطروس دَ کِشتئ نه کُوز شو اَؤ دَ اوبو دَ پاسه دَ عيسىٰ په لور روان شو.
30
خو هر کله چه هغۀ دَ طوفان زور وليدلو نو هغه ويريدو، اَؤ چه ډوبيدو نو چغے ئے کړے چه ”مالکه! ما بچ کړه.“
31
عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراُوږد کړو اَؤ هغه ئے دَ لاسه ونيوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”ستا عقيده څومره کمزورے ده! شک دِ ولے وکړو؟“
32
بيا هغوئ په کِشتئ کښے سوارۀ شول اَؤ طوفان ودريدلو.
33
په کشتئ کښے ناست سړى ورته په سجده شول اَؤ وئے وئيل، ”بے شکه! چه تۀ دَ خُدائے زوئے يئے.“
34
اَؤ دغسے هغوئ پورے غاړے ته لاړل اَؤ دَ ګِنيسريت علاقے ته ورسيدل.
35
دَ هغه ځائے خلقو عيسىٰ وپيژندو اَؤ ګير چاپيره خلق ئے خبر کړل اَؤ ټول رنځُوران ئے ورته راوستل.
36
اَؤ هغۀ ته ئے سوال وکړو چه دوئ ته دا قدر اِجازت ورکړه چه ستا دَ چُوغے لمنے ته لاس وروړى، اَؤ هر چا چه لاس وروړو، هغه بيخى روغ شول.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28