bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 18
Matthew 18
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 19 →
1
هغه وخت مُريدان عيسىٰ ته راغلل اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے څوک دے؟“
2
هغۀ يو ماشُوم راوبللو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرَولو.
3
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه تر څو تاسو راوانۀ وړئ اَؤ دَ ماشُومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شئ.
4
هر هغه څوک چه ځان دَ دے ماشُوم په شان عاجز کړى نو هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے وى.
5
اَؤ هر څوک چه داسے يو ماشُوم زما په نامه قبول کړى هغه ما قبلوى“.
6
خو هر هغه څوک چه په دے وړو ماشُومانو کښے چه په ما ئے ايمان راوړے دے، يو له تيندک ورکوى، نو دَ هغۀ دَ پاره دا غوره ده چه په خپله غاړه کښے دَ ژرندے پَل واچوى اَؤ په سمندر کښے ډوب شى.
7
دَ داسے تيندکُونو په وجه په دُنيا اَفسوس دے! دا تيندکُونه به خامخا راځى خو اَفسوس په هغه چا چه دَ چا دَ لاسه راځى.
8
که چرے ستا لاس يا پښه تا ته تيندک درکوى نو پرے ئے کړه اَؤ ګُذار ئے کړه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه تۀ په ژوند کښے شل ګُډ ننوزے، نه دا چه تۀ په دواړو لاسو پښو روغ ئے اَؤ دائمى اور ته واچولے شے.
9
که چرے ستا سترګه تا ته تيندک درکوى نو راوئے باسه اَؤ وئے غورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه په يوے سترګے سره په ژوندُون کښے ننوزے، په ځائ دَ دے چه په دواړو سترګو روغ ئے اَؤ دوزخ دِ ځائے وى.
10
خبردار! په دے وړو کښے يو ته هم سپک مه ګورئ. زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دوئ فرښتے په آسمان کښے هميشه زما دَ آسمانى پلار په مخکښے موجُودے وى.
11
***
12
ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چه دَ يو سړى سل ګډے دى. که په هغو کښے يوه ورکه شى، آيا هغه دا نورے يو کم سل دَ هغے يوے دَ لټولو دَ پاره دَ غرۀ په خوا کښے پرے نۀ ږدى؟
13
اَؤ چه کله هغه دا بيا مُومى نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغه دَ هغے په مُوندلو دَ دے يو کم سلو دَ موجودګئ نه زيات خوشحاله شى.
14
هم دغه شان ستاسو آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چه دَ دے ماشُومانو نه دِ يو هم هلاک شى.
15
که چرے ستاسو يو ورور څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ اَؤ هغه په پرده کښے په دے ملامت کړئ اَؤ که هغه تاسو ته غوږ کيږدى نو تاسو خپل ورور دوباره ومُوندو.
16
خو که هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه تنه نور دَ ځان سره ملګرى کړئ دَ دے دَ پاره چه ”ټول رښتيا دَ دوؤ يا دريو ګواهانو په وړاندے ثابت کړے شى.“
17
که هغه دَ هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندے کړئ اَؤ که چرے هغه دَ جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا دَ هغۀ سره داسے سلُوک وکړئ لکه چه دَ يو کافر، بے لارے يا محصُولچى سره کولے شى.
18
”زَۀ تاسو ته وايم، هر څۀ چه په مزکه تاسو منع کړل هغه به په آسمان کښے هم منع وى اَؤ څۀ چه تاسو په مزکه روا کړل هغه به په آسمان کښے هم روا وى.
19
زَۀ تاسو ته دا بيا وايم، که چرے په تاسو کښے دوه تنه په يوه خبره يوه خُلۀ شى هغوئ چه څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به ئے قبلوى.
20
ځکه چه دوه يا درے تنه چه چرته هم زما په نوُم يو ځائے شى نو زَۀ به دَ دوئ په مينځ کښے يم.“
21
بيا پطروس عيسىٰ له راغے اَؤ سوال ئے وکړو، ”مالکه! که زما ورور زما سره څۀ بد کوى نو زَۀ به ئے څو ځله معاف کوم؟ تر اُووۀ ځلو پورے څۀ؟“
22
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ دا نۀ وايم چه اُووۀ ځله، زَۀ دا وايم اُووۀ ځله تر اوياؤ پورے،
23
دَ آسمان دَ بادشاهئ په حقله دِ هم په دغه جوړ اندازه ولګولے شى، وائى چه يو بادشاه يو ځلے دَ خپلو خادمانو سره حساب راواخستو.
24
په اول سر کښے يو سړے داسے پيښ شو چه دَ هغۀ قرضه په لکُونو کښے وه،
25
خو دَ هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو دَ هغۀ مالک دا حکم وکړو چه هغه دِ سره دَ ښځے، اؤلاد اَؤ هر څۀ مال حال چه لرى خرڅ کړے شى اَؤ قرض دِ ترے پُوره کړے شى.
26
سړے دَ خپل مالک په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ما ته صبر وکړه، زَۀ به ستا ټول قرض پرے کړم.
27
په مالک دَ دے خبرے دومره اثر وشو چه سړے ئے پريښودو اَؤ قرض ئے ورته وبخښو.
28
خو هر کله چه دا سړے بهر راووتو نو دَ خپلو ملګرو خادمانو نه يو خادم په مخه ورغے، په چا چه دَ دَۀ سل ديناره قرض وُو. هغه ئے ونيوو، مرئ ته ئے ورله لاس ورواچوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه څۀ چه زما در پورے دى، هغه راکړه!
29
هغه ملګرے خادم دَ دَۀ په پښو پريوتو اَؤ زارى ئے ورته وکړه چه ما ته زړۀ لوئ کړه، زَۀ به دِ قرض پرے کړم.
30
خو هغۀ ونۀ منله اَؤ په بندى خانه کښے ئے واچوو تر هغه پورے چه قرض پرے نۀ کړى.
31
نورو خادمانو چه دا څۀ وليدل نو ډير خفه شول. هغوئ خپل مالک ته لاړل اَؤ ټوله قيصه ئے ورته تيره کړه.
32
هغۀ دا سړے راوبلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے بد تميزه! چه کله تا ما ته زارى وکړه نو ما درته ټول قرض وبخښو.
33
آيا په تا کښے دومره سړيتوب نۀ وو چه په ملګرى خادم دِ داسے رحم کړے وے لکه ما چه په تا وکړو؟“
34
دَ هغۀ مالک ډير غُصه شو اَؤ دَئے ئے خپل داروغه ته تر هغے حواله کړو تر څو چه ئے ټول قرض واپس کړے نۀ وى.
35
دغه شان سلُوک به زما آسمانى پلار تاسو سره کوى، تر هغے چه تاسو ټول خپل ورُوڼه په رښتيا معاف نۀ کړئ.“
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28