bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 20
Matthew 20
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 21 →
1
دَ آسمان بادشاهى دَ دے په شان ده چه يو ځلے دَ مزکے يو مالک وو. يو سحر هغه دَ کور نه ووتو چه دَ خپلو دَ انګُورو دَ باغ دَ پاره مزدُوران ونيسى.
2
اَؤ چه کله ئے دَ ورځے مزدُورى ورسره مقرره کړه نو هغوئ ئے کار ته وليږل.
3
کچه غرمه چه هغه بهر ووتو نو په بازار کښے ئے يو څو وزګار کسان نور وليدل.
4
هغوئ ته ئے ووئيل چه ځئ دَ هغه نورو مزدُورانو سره دَ انګُورو په باغ کښے کار وکړئ اَؤ زَۀ به تاسو ته مناسبه مزدُورى در کړم.
5
نو دوئ لاړل. غرمه اَؤ ماسپښين هغه بيا بهر ووتو اَؤ هغه شان بندوبست ئے وکړو.
6
دَ نمر پريوتو نه يوه ګينټه مخکښے هغه بيا ووتو اَؤ يوه بله ډله ئے وزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چه تاسو ولے ټوله ورځ داسے خوشى ګرزئ اَؤ هيڅ کار نۀ کوئ؟
7
هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ ته چا دَ څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ووئيل چه ځئ، تاسو هم دَ نورو سره دَ انګورو په باغ کښے يو ځائے شئ.
8
چه ماښام شو نو دَ باغ مالک خپل ناظِر ته ووئيل چه مزدُوران راوغواړه اَؤ دَ هغوئ مزدُورى ورکړه، دَ وروستئ ډلے نه شروع کړه اَؤ په وړُومبئ ئے ختمه کړه.
9
چا چه دَ ماښام نه يوه ګينټه اول کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل اَؤ ورته ئے دَ پُوره ورځے مزدُورى ورکړه.
10
اَؤ هر کله چه دَ وړُومبو مزدُورانو وار راغے نو دَ هغوئ دا طمع وه چه څۀ به زيات ومُومى، خو هغوئ ته هم هغه څۀ ورکړے شول څومره چه نورو ته ورکړى شوى وُو.
11
هغوئ چه مزدُورى واخسته نو دَ کور مالک ته وګوريدل چه
12
دے وروستنو خو يوه ګينټه کار کړے دے اَؤ مُونږ سره دِ يو برابر کړل چا چه ټوله ورځ په سره غرمه دَ ځانه خولے ايستے دى!
13
هغۀ يو ته مخ راواړَوو اَؤ وئے وئيل، زما ملګريه! ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا دَ ورځے په مزدُورئ راسره فيصله نۀ وه کړے څۀ؟
14
خپله مزدُورى واخله اَؤ کور ته ځه. دا زما خوښه ده چه ورستنى سړى ته هم هغه څۀ ورکړم څۀ چه مے هم تا ته درکړى دى.
15
دا زما اِختيار نۀ دے څۀ چه زَۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دے راته په بد نظر ګورے چه زَۀ سخى يم؟
16
دغه شان ورستنے وړُومبے شى اَؤ وړُومبے ورستنے.
17
عيسىٰ بيتُ المُقدس ته روان وو اَؤ په لاره ئے دولس مُريدان ځان له کړل اَؤ ورته ئے ووئيل،
18
”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته په حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى،
19
اَؤ غيرو خلقو ته به ئے حواله کړى چه هغوئ به ورپورے ټوقے وکړى، په کروړو به ئے ووهى اَؤ په سولئ به ئے وخيژوى، اَؤ په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“
20
بيا دَ زبدى دَ زامنو مور دَ خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پريوته اَؤ سوال ئے ورته وکړو.
21
عيسىٰ ورته ووئيل، ”تۀ څۀ غواړے؟“ هغے ورته ووئيل چه ”زَۀ دا غواړم چه ستا په بادشاهئ کښے دِ زما دواړه زامن ستا په څنګ کښے ناست وى، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته“
22
عيسىٰ هغه ورُوڼو ته مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُوم دَ مُصيبتونو کنډول چه زَۀ ئے څښُونکے يم آيا تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”هو، مُونږ ئے څښے شُو.“
23
بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو به بے شکه زما کنډول وڅښئ خو دا زما په اِختيار کښے نۀ دے چه څوک خپل ښى اَؤ ګس لاس ته کښينوم، دا دَ هغه چا په برخه دى چه زما پلار ورته مقرر کړى دى.“
24
کله چه هغه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ هغه دوؤ ورُوڼو نه خفه شول.
25
نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو ته پته ده چه په دُنيا کښے دَ غيرو قومونو حاکمان دوئ دَ خپل قابو لاندے ساتى اَؤ دَ هغوئ اميران پرے زور ښئى.
26
خو په تاسو کښے دِ داسے نۀ وى. په تاسو کښے چه څوک لوۓ کیدل غواړی هغه دِ ستاسو خادم شی
27
هر هغه څوک چه په تاسو کښے دَ ټولو نه وړُومبے کيدل غواړى هغه دِ په خپله خوښه دَ ټولو غلام شى.
28
لکه چه اِبن آدم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه دَ هغۀ خدمت دِ وکړے شى بلکه دَ نورو خدمت دِ وکړى اَؤ خپل ژوند دِ دَ ډيرو دَ پاره قُربان کړى.“
29
کله چه هغوئ دَ يريحو نه وتل نو ډير خلق ورپسے روان وُو.
30
دَ لارے په غاړه دوه ړاندۀ سړى ناست وُو. هغوئ چه دا واؤريدل چه عيسىٰ په دے لاره تيريږى نو هغوئ چغے کړے، ”اَئے مالکه! په مُونږ رحم وکړه! دَ داؤد زويه!“
31
خلقو وزورل اَؤ ورته ئے ووئيل چه غلى شئ. خو هغوئ نورے هم چغے کړے چه ”مالکه! په مُونږ رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه!“
32
عيسىٰ ودريدو اَؤ هغوئ ئے راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“
33
هغوئ ووئيل مالکه! مُونږ خپل نظر غواړُو.
34
دَ عيسىٰ زړۀ پرے ډير وسوزيدو اَؤ دَ هغوئ سترګو له ئے لاس وروړو اَؤ هغوئ سمدستى بينا شول اَؤ ورپسے روان شول.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28