bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 13
Matthew 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 14 →
1
هم په دغه ورځ عيسىٰ دَ کور نه بهر شو اَؤ دَ درياب په غاړه کښيناستو.
2
اَؤ دومره ډير خلق ورته راټول شول چه دَئے ترے کِشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق ورته دَ درياب په غاړه ودريدل.
3
هغۀ ډيرے خبرے سره دَ مِثالُونو هغوئ ته وکړے. هغۀ ووئيل چه ”زميندار کروندے ته لاړو.
4
اَؤ چه کرونده ئے وکړه نو څۀ تُخم ترے دَ لارے په غاړه توئے شو اَؤ مارغان راغلل هغه ئے وخوړو.
5
څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه شان خاوره وه اَؤ دا زر راوټو کيدلو ځکه چه مزکه ژوره نۀ وه.
6
اَؤ چه نمر راوختلو نو تازه فصل ئے وسوزولو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نه وے نو وچ شو.
7
څۀ تُخم په غنو کښے پريوتو، ازغى لوئے شول اَؤ فصل ئے لاندے کړو.
8
اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه پريوتو. هلته ئے غله وکړه، ځنى يو په يو سل، ځنى يو په شپيتۀ اَؤ ځنى يو په ديرش.
9
که ستاسو غوږُونه وى نو دا خبره واؤرئ.“
10
مُريدان عيسىٰ ته ورنزدے شول اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تۀ دوئ ته په مِثالُونو کښے خبرے ولے کوے؟“
11
هغۀ جواب ورکړو، ”دا دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ په رازُونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته دا پوهه نۀ ده ورکړے شوے.
12
ځکه چه دَ هر چا سره چه څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دے چه ورسره لا زيات شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى دَ هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى.
13
ځکه زَۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے خبرے کوم، ځکه چه ”هغوئ ګورى خو وينى نه، آؤرى خو آؤرى نه اَؤ پوهيږى نه.“
14
په هغوئ کښے دَ يشعياه نبى يوه پيشن ګوئى پُوره کيږي چه وائى : ”تاسو به ئے بيا بيا آؤرئ ولے پرے پوهيږئ به نه، تاسو به ئے په سترګو وينئ ولے رسيږئ به پرے نه.
15
ځکه چه دَ دے اُمت زړُونه سخت شوى دى، غوږُونه ئے کاڼۀ شوى اَؤ سترګے ئے پټے شوے دى. ګنى دَ هغوئ سترګو به ليدلے، دَ هغوئ غوږُونو به آؤريدل اَؤ دَ هغوئ زړُونه به پوهيدل، اَؤ بيا به هغوئ بيرته راستُون شوى وئے اَؤ ما به روغ کړى وئے.“
16
خو ستاسو سترګے بختورے دى ځکه چه وينئ، اَؤ ستاسو غوږُونه بختور دى ځکه چه آؤرئ.
17
زَۀ تاسو ته وايم چه دَ ډيرو نبيانو اَؤ زبرګانو دا مرضى وه چه هغه څۀ ووينى چه کُوم تاسو اوس وينئ خو چرے ئے ونۀ ليدل، اَؤ هغه څۀ واؤرى کُوم چه تاسو اوس آؤرئ خو چرے ئے وا نۀ وريدل.
18
تاسو بيا دَ زميندار مِثال واؤرئ : هر کله چه يو سړے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله څۀ آؤرى خو پرے رسى نه،
19
نو شيطان راشى اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ نه هغه کرلى شوى څۀ هم يوسى. دا هغه دَ لارے کرونده ده.
20
په کاڼيزه مزکه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے چه هر کله چه يوه خبره واؤرى نو سمدستى ئے په خوشحالئ قبوله کړى.
21
خو هر کله چه جرړے ئے نۀ وى نو دَ ودريدو توان نۀ لرى، اَؤ هر کله چه تکليف راشى يا دَ کلام په وجه هغه راګير شى نو مُنکر شى.
22
په غنو کښے دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام واؤرى خو دُنيادارى اَؤ دَ دولت مينه په دَۀ غالبه شى اَؤ کلام بے فائدے لاړ شى.
23
خو کوُم تُخم چه په ښه مزکه وغورزيږي دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام آؤرى، پرے پوهيږي اَؤ ميوه هم راؤړى، ځنى خلق يو په سل، يا يو په شپيتۀ يا يو په ديرش.“
24
عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان بادشاهى داسے ده چه يو سړے په خپل پټى کښے ښۀ تُخم وکرى.
25
اَؤ کله چه خلق اُودۀ وى نو دُښمن ئے راشى اَؤ په هغه مزکه ورته دَ غنمو سره جمدر وکرى اَؤ لاړ شى.
26
هر کله چه فصل زرغُون شى اَؤ وَږى وباسى نو جمدر په کښے ښکاره شى.
27
دَ زميندار غُلامان خپل مالک له لاړ شى اَؤ ورته وائى، نائيکه! آيا تا په خپل پټى کښے ښۀ تُخم نۀ وُو کرلے، نو بيا دا جمدر په کښے دَ کُومه راغلل؟
28
هغه په جواب کښے وائى چه دا دَ دُشمن کارُونه دى. هغوئ ووائى چه آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دغه جمدر وکاږُو؟
29
هغه جواب ورکړى چه، دا ځکه چه هر کله چه تاسو جمدر وکاږئ نو غنم به هم ورسره وباسئ.
30
پريږدئ چه دواړه پاخۀ شى، نو دَ لَو په وخت به زَۀ لوګرو ته ووايم چه اول جمدر وريبئ اَؤ دَ سوزولو دَ پاره ئے ګيډئ کړئ، پس له هغے نه غنم وريبئ اَؤ زما درمند ته ئے راؤړئ.“
31
اَؤ يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان دَ بادشاهئ مِثال دَ شړشمو دَ هغه تُخم دے کُوم چه يو سړى واخستو اَؤ په خپل پټى کښے ئے وکرلو.
32
دا تُخم اګر چه دَ نورو ټولو تُخمونو نه ورکوټے وى خو کله چه دا لوئے شى نو دا دَ باغ دَ هرے بلے سبزئ نه لوئے وى، اَؤ داسے بُوټے شى چه دَ هوا مرغان راځى اَؤ دَ هغۀ په څانګو کښينى.“
33
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چه ”دَ آسمان بادشاهى لکه په مِثال دَ خمبيرے ده چه يوے ښځے واخستله اَؤ په دريو اوږو اوړو کښے ئے ګَډه کړله اَؤ بيا هغه ټول خمبيره شو.“
34
عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولے خبرے په مِثالُونو کښے وکړے اَؤ رښتيا خو دا دى چه يوه خبره ئے هم بے مِثالونو ونۀ کړه.
35
دا دَ نبى دَ پيشن ګويئ تصديق وو چه : ”زَۀ به په مِثالونو خبرے وکړم اَؤ هغه خبرے به څرګندے کړم چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے پټے ساتلے شوى دى.“
36
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل اَؤ کور ته ورننوتو اَؤ مُريدان ورته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”مُونږ په پټى کښے دَ جمدر په مِثال پوهه کړه.“
37
هغۀ په جواب کښے ووئيل چه ”ښۀ تُخم کرُونکے اِبن آدم دے،
38
پټے دا دُنيا ده، ښۀ تُخم دَ بادشاهئ زامن دى اَؤ جمدر دَ شيطان اَؤلاد دے.
39
اَؤ هغه دُښمن چا چه جمدر کرلى دى هغه اِبليس دے، فصل روستئ زمانه ده اَؤ لَو کوُونکى فرښتے دى.
40
لکه څنګه چه جمدر په آخره کښے راټولولے شى اَؤ په اور سوزولے کيږي،
41
دغه شان په آخره کښے به اِبن آدم خپلے فرښتے وليږى اَؤ دَ هغۀ دَ بادشاهئ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چه سړے پرے تيندک خورى اَؤ هغه ټول خلق چه بد عمله وى.
42
اَؤ دا به دَ اور شُغلو ته ورواچولے شى کُوم چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښُونو دَ چيچلو ځائے دے.
43
اَؤ بيا به صادِقان دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے لکه دَ نمر ځليږى. که ستاسو غوږُونه وى نو واؤرئ.
44
دَ آسمان بادشاهى دَ هغه خزانے په مِثال ده چه په پټى کښے پټه وى. کُوم سړى چه دا ومُوندله نو بيا ئے ښخه کړه اَؤ په خوشحالئ ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه پټے ئے پرے واخستو.
45
دَ آسمان دَ بادشاهئ دا يو بل مِثال دے چه يو سودا ګر دَ ښو مرغلرو په تلاش کښے وو.
46
هغۀ يوه ډيره غوره مرغلره ومُونده اَؤ دَ هغے دَ حاصلولو دَ پاره ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه ئے واخسته.
47
بيا دَ آسمان بادشاهى دَ هغه جال په شان ده چه سمندر ته اچولے شوے وى اَؤ په کښے قِسما قِسم کبان رانيولى شوى وى.
48
هر کله چه ډک شو نو غاړے ته ئے راکښلو، نو بيا سړى ورته کښيناستل اَؤ ښه کبان ئے ترے نه جُدا کړل اَؤ په لوښو کښے ئے واچول اَؤ خراب ئے ترے نه وغُورزول.
49
دغسے به دَ آخرے زمانے حال وى، فرښتے به ورشى اَؤ نيکان به دَ ورانکارو نه رابيل کړى،
50
اَؤ ورانکارى به دَ اور شُغلو ته وغُورزوى، هغه ځائے چرته به چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.“
51
عيسىٰ ورنه پوښتنه وکړه چه ”آيا تاسو په دے ټولو خبرو ورسيدئ څۀ؟“ اَؤ هغوئ دا جواب ورکړو چه ”هو.“
52
هغۀ دوئ ته ووئيل، ”هر کله چه دَ آسمان په بادشاهئ کښے يو اُستاذ زده کړے ته کښيناستو نو هغه دَ کور دَ مالک په مِثال دے، څوک چه دَ خپل ګودام نه زاړۀ اَؤ نوى څيزُونه راوباسى.“
53
څۀ وخت چه عيسىٰ دَ مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه دَ هغه ځائے نه روان شو،
54
اَؤ خپل ښار ته راغے چرته چه هغۀ خلقو ته دَ هغوئ په عبادت خانو کښے تعليم ورکولو. نو هغوئ حيران شول اَؤ پوښتنه ئے ترے وکړه چه ”دا عقل اَؤ دا پوهه اَؤ دا مُعجزے دَۀ له کُومه ځايه ومُوندلے؟
55
آيا دے دَ ترکاڼ زوئے نۀ دے؟ آيا دَ دَۀ مور مريم نۀ ده اَؤ دَ دَۀ ورُوڼه يعقُوب، يوسف، شمعُون اَؤ يهوداه نۀ دى څۀ؟
56
اَؤ آيا دَ دۀ ټولے خويندے دلته زمُونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا خبرے دَۀ چرته زده کړے؟“
57
دغه شان هغوئ دَ دَۀ برخلاف شول. اَؤ هغه په دے وينا مجبور شو چه ”نبى تل دَ خپل ښار اَؤ خپلے کورنئ نه بل هيڅ چيرته بے عزته شوے نۀ دے.“
58
هغۀ هلته زياتے مُعجزے ښکاره نۀ کړے ځکه چه دَ هغوئ ايمان نۀ وو.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28