bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 11
Matthew 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 12 →
1
کله چه عيسىٰ خپلو دولسو مُريدانو ته هدايت ورکول ختم کړو نو هغه دَ هغه ځائے نه روان شو چه دَ هغوئ په ښارُونو کښے تعليم ورکړى اَؤ وعظ وکړى.
2
يحيىٰ څوک چه بنديوان وو اَؤ دَ مسيح دَ کارُونو په حقله ئے واؤريدل، نو خپل مُريدان ئے ورته دَ دے پيغام سره ورواستول چه
3
”آيا هغه راتلُونکے تۀ يئے؟ اَؤ که نه، مُونږ دَ بل چا اِنتظار وکړُو؟“
4
عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ، څۀ چه تاسو آؤرئ يا وينئ، يحيىٰ خبر کړئ،
5
چه ړاندۀ بينا کيږي، شل ګرزى، جُزاميان پاکيږى، کاڼۀ آؤرى اَؤ مړى ژوندى کيږى اَؤ خواران زيرے آؤرى.
6
اَؤ بختور دے هغه څوک چه زما په وجه دَ تيندک خوړلو نه بچ کيږى.“
7
څۀ وخت چه استازى بيرته په لاره وُو نو عيسىٰ خلقو ته دَ يحيىٰ په حقله دا وينا شروع کړه، ”تاسو صحرا ته دَ څۀ څيز ليدلو ته تلى وئ؟ يوه لُوخه چه باد وړله نه؟
8
نو بيا تاسو څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو سړے چه ريښمينے اَؤ مهينے جامے ئے آغوستے وے؟ بے شکه چه تاسو داسے سړے په محلُونو کښے ولټوئ!
9
نو تاسو بهر څۀ له تلى وئ، دَ يو نبى ليدو له؟ هو، بے شکه چه دَ يو نبى نه هم څۀ ډير لوئے!
10
دا هغه سړے دے چه دَ چا په باب کښے صحيفے وائى چه : ”ګورئ زَۀ خپل پيغمبر ستا دَ وړاندے ليږم چه ستا لار ستا دَ وړاندے تياره کړى.“
11
رښتيا درته وايم چه بپتسمه ورکُوونکے يحيىٰ نه لوئے زوئے لا يوے مور نۀ دے راوړے، خو بيا هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے څوک چه دَ ټولو نه ورکوټے دے، هم هغه دَ هغۀ نه لوئے دے.
12
دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ دَ راتلو دَ ورځو نه پس لا تر اوسه دَ آسمان په بادشاهئ باندے زور کولے شى اَؤ زورور ئے په زور رانيسى.
13
ځکه چه ټولو نبيانو اَؤ شريعت تر يحيىٰ پورے نبوت کاوو.
14
اَؤ يحيىٰ راتلُونکے اِلياس دے، خو که تاسو ئے ومنئ.
15
څوک چه غوږُونه لرى هغه دِ ئے واؤرى.
16
زَۀ دَ دے نسل مِثال څرنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښے دَ ناستو هلکانو په شان دے چه يو بل ته نعرے وهى چه
17
مُونږ درته شپيلئ وغږوله اَؤ تاسو ونۀ ګډيدئ، مُونږ درته وژړل اَؤ ځانونه مو ووهل خو تاسو ويرُونه نۀ کول.
18
ځکه چه يحيىٰ وږے تږے راغے اَؤ هغوئ وائى چه په هغۀ پيرے ناست دے.
19
اِبن آدم په خوړلو څښلو ورله راغے اَؤ دوئ وائى چه دَۀ ته ګورئ، يو ګيډور اَؤ شرابى، دَ محصولچيانو اَؤ بدکارانو ملګرے! خو بيا هم حِکمت په خپلو کارُونو صادِق ثابت شو.“
20
بيا هغۀ دَ هغه ډيرو ښاريو ذکر شروع کړو چرته چه هغۀ خپلے اکثرے مُعجزے ښکاره کړے وے اَؤ دَ هغوئ په ناتوبه ګار کيدو ئے هغوئ ملامته کړل.
21
هغۀ ووئيل چه ”اَفسوس اَئے خورازينه! په تا اَفسوس بيت صيدا ځکه چه که چرے دا مُعجزے چه تاسو ته ښکاره کړے شوے، که دا په صور اَؤ په صيدا کښے شوے وے نو دے خلقو به پخوا په ځان ټاټ تاؤ کړے اَؤ په اِيرو ناست توبے به ئے ايستلے وے.
22
تاسو ته دا وايم چه دَ صور اَؤ صيدا حال به دَ قيامت په ورځ ستاسو دَ حال نه ښۀ وى.
23
اَئے کفرنحومه! آيا تۀ به تر آسمان اُوچت کړے شے؟ تۀ خو به عالم اَرواح ته وغورزولے شے. ځکه چه که دا مُعجزے چه په تا کښے ښکاره کړے شوے، که په صدُوم کښے شوے وے نو صدُوم به تر ننه آباد وو.
24
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ قيامت په ورځ به دَ صدُوم دَ خلقو حال ستاسو دَ حال نه ښۀ وى.“
25
په هغه وخت عيسىٰ داسے ووئيل چه ”اَئے پلاره! دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالکه! زَۀ ستا ثنا وايم چه تا دا خبرے دَ پوهانو اَؤ هوښيارو نه پټے کړے اَؤ ماشُومانو ته دِ ظاهرے کړے.
26
هو پلاره! دا ستا رضا وه.
27
هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، اَؤ هيڅوک بے دَ پلاره زوئے نۀ پيژنى، اَؤ نۀ څوک پلار پيژنى بے له زويه اَؤ بےله هغوئ نه چه زوئ ئے ورته ښکاره کوى.
28
اَئے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مو درُوند دے، ما له راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم.
29
زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولے چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښے غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى.
30
ولے چه زما جغ په وړلو کښے پوست دے اَؤ زما پنډ سپک دے.“
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28