bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 4
Matthew 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
1
رُوح القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چه په اِبليس ئے وآزمائى.
2
هغۀ څلويښت ورځے اَؤ څلويښت شپے روژه ونيوله اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو.
3
بيا آزميښت کوُونکے ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو دے کاڼو ته ووايه چه ډوډئ شى.“
4
عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفے وائى چه : ”بنى آدم تش په ډوډئ نۀ پائى خو هغه په هر هغه خبره پائى چه دَ خدائے دَ خُلے نه وځى.““
5
بيا اِبليس دَئے مُقدس ښار ته بوتلو اَؤ دَ خدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو،
6
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو خپل ځان ښکته ګُذار کړه، ځکه چه صحيفے وائى چه : ”هغه به ستا دَ پاره خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، اَؤ هغوئ به تا په خپلو لاسُونو کښے پورته کړى چه ستا پښه په کاڼى ونۀ دړديږي.““
7
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے دا هم وائى چه : ”تاسو په خپل مالک خدائے آزميښت مۀ کوئ.““
8
بيا ابليس هغه دَ يو دنګ غر څوکے ته وخيژولو اَؤ دَ دُنيا ټولے بادشاهئ ئے ورته په پُوره شان اَؤ شوکت کښے څرګندے کړے
9
اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا هرڅۀ به تاله درکړم خو که تۀ راته سجده وکړے اَؤ عبادت راته وکړے.“
10
خو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ورک شه شيطانه! صحيفے وائى چه : ”تۀ به خپل مالک خدائے ته سجده کوے اَؤ تش دَ هغۀ بندګى به کوے.““
11
نو اِبليس هغه پريښودو اَؤ فرښتے راغلے اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے شوے.
12
هر کله چه عيسىٰ واؤريدل چه يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته بيرته راغے.
13
ناصرت ئے پريښودو اَؤ په کفرنحُوم کښے ديره شو چه دَ درياب په غاړه دے، چه زبولون اَؤ نفتالى په سرحد دے.
14
دا دَ يشعيا نبى په وسيله شوے خبرے پُوره کوُل وُو يعنے :
15
”دَ زبولون اَؤ دَ نفتالى علاقه، دَ درياب طرف ته دَ اُردن نه پورے، دَغير قومونو ګليل!
16
هغه خلق چه په تيارۀ کښے ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، اَؤ څوک چه دَ مرګ په مزکه اَؤ په سُورى کښے ناست وُو، پرے رڼا راوختله.“
17
دَ هغے ورځے نه عيسىٰ دا وعظ شروع کړو چه ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى درباندے راغله!“
18
عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه ګرزيدو چه دوه وروُڼه ئے وليدل، يو شمعون چه پطروس بللے شى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس. هغوئ په درياب کښے جال اچولو ځکه چه دوئ ماهى ګيران وُو.
19
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ماپسے راځئ اَؤ زَۀ به تاسو دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“
20
هغوئ سمدستى جالُونه پريښودل اؤ په هغۀ پسے روان شول.
21
عيسىٰ په مخه تلو اَؤ دوه نور ورُوڼه ئے وليدل، دَ زبدى زوئے يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا چه په کشتئ کښے ئے دَ خپل پلار زبدى سره جالُونه مُرمت کول. هغوئ ئے راوبلل
22
اَؤ هغوئ سمدستى کشتئ اَؤ خپل پلار پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
23
عيسىٰ په ټول ګليل کښے و ګرزيدو، دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خلقو هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے روغوله.
24
دَ هغۀ آوازه په ټول شام کښے خوره شوه اَؤ دَ هر رنځ رنځوران چه په عذاب آخته وُو، يعنے هغوئ چه بد رُوحونه په کښے وُو، ميرګو نيولى اَؤ شل ئے ورله راوستل اَؤ هغۀ روغ کړل.
25
ډير خلق ورپسے روان شول چه دَ ګليل، دَ دِکپولس، دَ بيتُ المُقدس، دَ يهوديه اَؤ دَ اُردن دَ پورے غاړے اوسيدونکى وُو.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28