bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 22
Matthew 22
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 23 →
1
بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالُونو کښے ووئيل،
2
”دَ آسمان بادشاهى دَ هغه بادشاه په شان ده چه دَ خپل زوئے دَ وادۀ ډوډئ ئے وکړه.
3
خو کله چه هغۀ خپل غُلامان په رابللو شوؤ خلقو پسے واستول نو هغوئ رانۀ غلل.
4
هغۀ بيا نور غُلامان ورپسے واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه چه رابللو شوؤ خلقو ته دا ووايئ چه دا ډوډئ ما ستاسو دَ پاره کړے ده. ما خپل غويان اَؤ څاربۀ څاروى ستاسو دَ پاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، سمدستى وادۀ ته راشئ.
5
خو هغوئ ئے هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو اَؤ بل خپلے سوداګرئ ته.
6
اَؤ نورو دَ هغۀ غُلامان ونيول، بے عزته ئے کړل اَؤ وئے وژل.
7
بادشاه غصه شو، هغۀ دَ هغه خُونيانو دَ وژلو دَ پاره لښکر واستولو اَؤ دَ هغوئ ښار ئے وسوزولو.
8
بيا هغۀ خپلو غُلامانو ته ووئيل، دَ وادۀ ډوډئ تياره ده خو کُوم ميلمانۀ چه ما رابللى وُو هغوئ دَ دے عزت لائق نۀ وُو.
9
لويو لارو اَؤ چوکُونو ته لاړ شئ اَؤ هر څوک چه بيا مُومئ ډوډئ ته ئے راولئ.
10
غُلامان بازار ته ووتل اَؤ ښه اَؤ بد ټول ئے راوبلل اَؤ دغه شان دَ ميلمنو نه کوټه ډکه شوه.
11
څۀ وخت چه بادشاه راغے چه ميلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چه يو سړى دَ وادۀ جامے نۀ وے آغوستے.
12
بادشاه ورته ووئيل چه زما ملګريه! تۀ دَ وادۀ دَ جامو نه بغير دلته څنګه راغلے؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.
13
نو بادشاه خپلو خادمانو ته ووئيل چه دَ دَۀ لاس اَؤ پښے وتړئ اَؤ بهر په تيارۀ کښے ئے وغورزوئ، هغه ځائے چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل به په کښے وى.
14
ځکه چه رابللى شوى خو ډير دى، ولے غوره شوى لږ.“
15
بيا فريسيان لاړل اَؤ صلاح ئے وکړه چه څنګه ئے په خپلو خبرو کښے ونښلوُو.
16
خپل ځنے کسان ئے دَ هيروديانو سره هغۀ ته وروليږل. هغوئ ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ پوهيږو چه تۀ رښتينے ئے اَؤ تۀ ډير په ريښتيا دَ خُدائے دَ لارے تعليم ورکوے اَؤ دَ هيچا پرواه اَؤ مخ نۀ کوے.
17
مُونږ ته په دے حقله فيصله راکړه چه آيا مُونږ دَ رُوم قيصر ته دَ خراج په ورکولو پابند يُو اَؤ که نۀ؟“
18
عيسىٰ دَ هغوئ په سازش پوهه وو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”اَئے مُنافقو! تاسو ما ولے راګيروئ؟
19
تاسو ما ته دَ خراج سکه وښايئ.“ هغوئ دَ سپينو زرو يوه سِکه ورله ورکړه.
20
عيسىٰ تپوس وکړو چه ”دا دَ چا تصوير دے اَؤ دَ چا نُوم دے؟“
21
هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ قيصر.“ هغۀ دوئ ته ووئيل، ”څۀ چه دَ قيصر وى، هغه قيصر له اَؤ څۀ چه دَ خُدائے وى، هغه خُدائے له ورکوى.“
22
په دے جواب هغوئ حق حيران شول اَؤ ترے لاړل اَؤ دَئے ئے يواځے پريښودو.
23
هم په دغه ورځ صدُوقيان ورته راغلل چه قيامت ئے نۀ منلو. دَ هغوئ سوال دا وو،
24
”اُستاذه! مُوسىٰ وئيلى دى چه که يو سړے بے اَؤلاده مړ شى نو دَ هغۀ ورور دِ دَ هغۀ کونډه په نکاح واخلى اَؤ دَ خپل ورور نسل دِ پيدا کړى.
25
زمُونږ په مينځ کښے اُووۀ ورُوڼه اوسيدل. وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ مړ شو. دَ هغۀ اَؤلاد نۀ وو، نو دَ هغۀ ښځه دَ هغۀ ورور ته پاتے شوه.
26
دغه شان دَ دويم، دريم عن تر اُوومه پورے خبره ورسيده.
27
اَؤ په آخر کښے هغه ښځه مړه شوه.
28
نو دا راته ووايه چه دَ قيامت په ورځ به هغه دَ چا ښځه وى، ځکه چه ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“
29
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو په غلطه يئ ځکه چه نۀ خو تاسو په صحيفو پوهيږئ اَؤ نۀ دَ خُدائے په قُدرت خبر يئ.
30
ځکه چه په قيامت کښے به ښځے اَؤ سړى وادۀ نۀ کوى. دوئ به په آسمان کښے دَ فرښتو په شان وى.
31
خو دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په حقله تاسو دَ خُدائے هغه قول نۀ دے لوستے چه خُدائے په خپله وئيلى دى چه،
32
”زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے، دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم.“ هغه دَ مړو خُدائے نۀ دے بلکه دَ ژوندو خُدائے دے.“
33
خلقو دَ هغۀ خبرے واؤريدے اَؤ دَ هغۀ په تعليم حيران شول.
34
فريسيان چه په دے خبر شول چه عيسىٰ دَ صدُوقيانو خُلۀ بنده کړے ده نو راغونډ شول.
35
دَ هغوئ يو عالم دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو،
36
”اُستاذه! په شريعت کښے دَ ټولو نه لوئے حُکم کُوم يو دے؟“
37
هغۀ ورته جواب ورکړو چه، ”دَ مالک خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ، په پُوره رُوح اَؤ په پُوره عقل سره مينه لرئ.
38
دا ټولو نه لوئے اَؤ وړومبے حُکم دے.
39
اَؤ دويم حکم هم په دے شان دے چه، دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ.
40
دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ تعليم ټول بُنياد په دے دواړو حُکمُونو دے.“
41
عيسىٰ راجمع شوؤ فريسيانو ته مخ راواړَوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه
42
”تاسو دَ مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه دَ چا زوئے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ داؤد زوئے دے.“
43
هغۀ ورته ووئيل چه ”داؤد بيا ولے دَ اِلهام په رُوح کښے ورته مالک خُدائے وائى؟
44
ځکه چه هغه وائى : ”مالک زما مالک ته ووئيل چه زما ښئ لاس ته کښينه، تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.“
45
که چرے داؤد ورته مالک وائى نو بيا څرنګ هغه دَ داؤد زوئے شو؟“
46
يو کس هم دَ هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل اَؤ دَ دے ورځے نه پس هيچا هم په هغۀ دَ سوال کولو همت ونۀ کړو.
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 23 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28