bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 27
Matthew 27
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 28 →
1
چه صبا شو نو مشران کاهنان اَؤ دَ قوم مشران را يو ځائے شول اَؤ دَ عيسىٰ دَ مرګ صلاح ئے وکړه.
2
بيا ئے هغۀ ته زولنئ واچولے اَؤ روان ئے کړو چه رُومى والى پيلاطوس ته ئے حواله کړى.
3
کله چه يهوداه مُخبر ته پته ولګيده چه په عيسىٰ باندے جُرم ثابت شوے دے نو هغه پيښمانه شو اَؤ هغۀ دَ سپينو زرو ديرش سکے ئے مشرانو کاهنانو اَؤ قومى مشرانو ته واپس کړے.
4
هغۀ ووئيل، ”ما ګُناه کړے ده چه يو بے ګُناه سړے مے تر مرګه رارسولے دے.“ خو هغوئ ووئيل چه ”زمُونږ پرے څۀ؟ ته پوهه شه اَؤ کار دِ پوه شه.“
5
نو هغۀ سکے دَ خُدائے په کور کښے په مزکه وغورزولے اَؤ دَ هغوئ نه روان شو، اَؤ لاړو اَؤ ځان ئے پانسى کړو.
6
مشرانو کاهنانو پيسے راپورته کړے اَؤ وئے وئيل چه ”دا پيسے دَ خُدائے دَ کور په خزانه کښے اچول روا نۀ دى ځکه چه دا دَ خُون بيعه ده.“
7
نو صلاح ئے وکړه اَؤ دَ کُلال مزکه ئے پرے واخسته چه دَ مُسافرو قبرستان پرے جوړ کړى.
8
تر نن ورځے پورے هغه مزکه دَ خُون پټے ياديږى.
9
دغه شان دَ يرمياه نبى پيشن ګوئى تر سره شوه چه ”هغوئ ديرش دَ سپينو زرو سکے واخستلے چه دَ هغۀ په بنى اِسرائيلو کښے دَ قيمتى تن دَ سر بيعه وه،
10
اَؤ هغه پيسے ئے دَ کُلال په مزکه ورکړے، لکه چه رب ما ته حُکم راکړے دے.“
11
بيا ئے عيسىٰ والى ته راوستو اَؤ چه هغه هلته ودريدو نو والى ترے تپوس وکړو چه ”آيا تۀ دَ يهوديانو بادشاه ئے څۀ؟“ عيسىٰ ووئيل چه ”دا ستا وينا ده.“
12
اَؤ کُوم اِلزام چه په هغۀ باندے مشرانو کاهنانو اَؤ اولسى مشرانو لګولے وو دَ هغے ئے هيڅ جواب ورنۀ کړو.
13
بيا پيلاطوس ورته ووئيل چه ”آيا دا ټولے ګواهئ چه ستا په خلاف کيږى نۀ آورے څۀ؟“
14
خو هغۀ په جواب کښے دَ يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو اَؤ والى په دے ډير حيران شو.
15
دَ اختر په ورځ دَ والى دا دستور وو چه دَ خلقو دَ خوښے يو قيدى به ئے آزادَوو.
16
په دغه وخت کښے برابا نُومے يو بدنام سړے په قيد کښے وو.
17
کله چه خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چه ”ستاسو په خوښه زَۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چه ورته مسيح وئيلے شى؟“
18
ځکه چه هغۀ ته پته وه چه هغوئ عيسىٰ دَ حسد په وجه راګير کړے وو.
19
پيلاطوس لا په تخت ناست وو چه دَ خپلے ښځے له طرفه ورته پيغام راغے چه ”دے بے ګُناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائے ځکه چه بيګاه په ما په دے وجه په خُوب کښے ډير مصيبت تير شو.“
20
تر دے وخته مشرانو کاهنانو اَؤ نورو مشرانو خلقو دے ته لمسولے وو چه دَ برابا آزادى وغواړى اَؤ دَ عيسىٰ قتل؟
21
کله چه والى تپوس وکړو چه ”په دواړو کښے څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ ووئيل، ”برابا.“
22
پيلاطوس ورته ووئيل چه ”بيا دَ عيسىٰ چه مسيح ياديږى سره څۀ سلُوک وکړم؟“ ټولو په يو آواز ووئيل چه ”په سولئ ئے کړه!“
23
پيلاطوس ووئيل چه ”ولے؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورے چغے کړے چه ”په سولئ ئے کړه!“
24
پيلاطوس پوه شو چه زَۀ هيڅ نۀ شم کولے اَؤ فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستے، دَ ټولو خلقو په وړاندے ئے خپل لاسُونه ووينځل اَؤ وئے وئيل چه ”زما لاسُونه دَ دے سړى دَ خُون نه پاک دى، ستاسو کار دے هر څۀ چه کوئ.“
25
ټولو خلقو په يو آواز چغے کړے چه ”دَ دَۀ خُون دِ زمُونږ اَؤ زمُونږ دَ اَؤلاد په غاړه وى.“
26
نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو اَؤ عيسىٰ ئے په ګروړو ووهلو اَؤ په سولئ کولو ته ئے ورکړو.
27
دَ والى سپاهيانو بيا عيسىٰ قلا ته بوتلو اَؤ ټوله پلټن ئے ترے راچاپيره کړه.
28
جامے ئے ترے وويستے اَؤ تکه سره چُوغه ئے پرے واچوله.
29
اَؤ دَ ازغو تاج ئے جوړ کړو اَؤ ورته ئے په سر کړو اَؤ يو بينت ئے په ښى لاس کښے ورکړو، بيا دَ هغۀ په مخکښے په زنګُنونو شول اَؤ ټوقے ئے ورپورےکولے چه ”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“
30
هغوئ په هغۀ وتُوکل اَؤ بينت ئے ترے واخستو اَؤ په سر سر ئے پرے ووهلو.
31
اَؤ چه ټوقے ئے بس کړے نو چُوغه ئے ترے وويستله اَؤ خپلے جامے ئے ورواغوستے. بيا ئے هغه بهر په سولئ کولو له بوتلو.
32
په لاره ئے شمعُون نُومے کرينى سړے وليدو اَؤ په بيګار ئے ونيولو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى.
33
اَؤ بيا ګولګتا نُومے ځائے ته ورغلل چه معنىٰ ئے دَ کپرئ ځائے دے.
34
هلته ئے عيسىٰ ته دَ تريخى سره ګډ کړى شراب دَ څښلو دَ پاره ورکړل، خو چه وئے څکل نو وئے نۀ څښل.
35
اَؤ چه کله ئے دَئے په سولئ وخيژولو نو دَ هغۀ جامے ئے په خپلو کښے په هسک وويشلے.
36
نو بيا ئے هلته څوکئ ته کښيناستل.
37
دَ هغۀ دَ سر دَ پاسه ئے دا ليکلے تقصير نامه آويزانده کړه چه، دا دَ يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے.
38
دوه ډاکوان هم ورسره په سولئ شوى وُو، يو ئے په ښى لاس وو اَؤ بل ګس.
39
په لارے تيريدُونکو به عيسىٰ ته کنځل کول اَؤ سرُونه به ئے خوزول اَؤ چغے به ئے وهلے،
40
”تۀ به دَ خُدائے کور ورانوے اَؤ بيا به ئے په دريو ورځو کښے جوړَوے، اوس دَ دے سولئ نه راکُوز شه اَؤ ځان بچ کړه که تۀ په رښتيا دَ خُدائے زوئے يئے!“
41
دغه شان مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ مشرانو هم ورپورے ملنډے کولے،
42
اَؤ وئيل ئے چه ”هغۀ نور خلق بچ کړل خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بے شکه که دَئے دَ اِسرائيلو بادشاه دے نو اوس دِ دَ دے سولئ نه راکُوز شى، نو بيا به پرے مُونږ ايمان راؤړُو.
43
دَ دَۀ په خُدائے باور وو، اوس دِ خُدائے بچ کړى که چرے هغه ئے غواړى، ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“
44
تر دے چه دَ دَۀ سره په سولئ شوو ډاکوانو هم په دَۀ پورے ملنډے کولے.
45
دَ غرمے نه پس تر کُوز ماسپښين پورے په ټول ملک کښے توره تيارۀ شوه.
46
اَؤ په کُوز ماسپښين عيسىٰ په اُوچت آواز نعرے کړے، ”ايلى! ايلى! لما شبقتنى!“ يعنے ”اَئے زما خدايه! اَئے زما خدايه! زَۀ دِ ولے پريښودلم؟“
47
په ولاړو خلقو کښے چه ځنو دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”دَئے اوس اِلياس ته نعرے وهى.“
48
په هغوئ کښے يو سمدستى منډه کړه اَؤ يو اِسفنج ئے واخستو په سرکه کښے ئے ډُوب کړو اَؤ دَ نل په سر کښے ئے دَ هغۀ په شُونډو کيښودو.
49
خو نورو ووئيل چه ”تماشه کوئ چه اِلياس دَ دَۀ خلاصولو له راځى اَؤ که نه.“
50
عيسىٰ بيا يوه اُوچته چغه کړه اَؤ ساه ئے ورکړه.
51
هغه وخت دَ خُدائے دَ کور پړده دَ يو سر نه تر بل سره په مينځ وشليده. اَؤ زلزله راغله، ګټان وچاؤدل،
52
اَؤ قبرُونه وسپړدے شول اَؤ دَ خُدائے ډير پاکان دَ خوبه رابيدار شول.
53
اَؤ دَ عيسىٰ دَ پاڅيدلو نه پس هغوئ ټول دَ قبرُونو نه راووتل، بيتُ المُقدس ته ننوتل اَؤ ډيرو خلقو ئے ننداره وکړه.
54
کله چه صوبه دار اَؤ دَ هغۀ سړو چه دَ عيسىٰ څوکئ ئے کوله زلزله اَؤ دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغے اَؤ وئے وئيل، ”بے شکه چه دا سړے دَ خُدائے زوئے وو.“
55
ډيرے ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ لرے نه ئے تماشه کوله. هغوئ دَ ګليل نه په عيسىٰ پسے خدمت ته راغلے وے.
56
په هغوئ کښے يوه مريم مګدلينى وه اَؤ بله دَ يعقُوب اَؤ دَ يُوسف مور مريم، اَؤ دَ زبدى دَ زامنو مور وه.
57
کله چه ماښام شو نو دَ اريميتيه يو موړ سړے چه يُوسف نُوم ئے وو اَؤ دَ عيسىٰ مُريد وو، راغے.
58
هغه پيلاطوس ته ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو اَؤ پيلاطوس حُکم وکړو چه ور دِ کړے شى.
59
يُوسف هغه لاش يوړو اَؤ په صفا مهينه لټه کښے ئے ونغښتو،
60
اَؤ دَ خپل ځان دَ پاره په يو ګټ کښے کنستے شوى نوى قبر کښے ئے کيښودو اَؤ يو لوئے کاڼے ئے دروازے ته راورغړولو اَؤ لاړو.
61
خو مريم مګدلينى اَؤ هغه بله مريم دواړه ئے قبر ته مخامخ ناستے وے.
62
په بله ورځ چه دَ سبت ورځ وه مشران کاهنان اَؤ نور فريسيان په جمع پيلاطوس ته راغلل،
63
اَؤ وئے وئيل چه ”صاحبه! مُونږ ته ياد دى چه هغه فريبى چه لا ژوندے وو نو ئے وئيلى وُو چه زَۀ به په دريمه ورځ پورته کړے شم.
64
آيا تۀ به دا حُکم وکړے چه تر دريو ورځو دِ دغه قبر څوکئ کيږى؟ هسے نۀ چه دَ هغۀ مُريدان راشى، لاش ئے په غلا وباسى اَؤ بيا خلقو ته وائى چه هغه پورته کړے شوے دے، اَؤ آخرى فريب به ئے دَ وړُومبى فريب نه ډير بد وى.“
65
پيلاطوس ورته ووئيل چه ”ستاسو خپل څوکيداران شته. ځئ، څنګه مو چه خوښه وى نو هغه شان څوکئ ئے کوئ.“
66
نو هغوئ لاړل، قبر ئے په قبضه کښے کړو اَؤ په کاڼو ئے مهرُونه ولګول اَؤ څوکيداران ئے پرے مقرر کړل.
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 28 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28