bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 9
Matthew 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 10 →
1
نو عيسىٰ په کشتئ کښے کښيناستو اَؤ پورے وتو اَؤ خپل ښار ته راغے.
2
ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښے راؤړو. دَ هغوئ عقيده چه ئے وليده نو عيسىٰ هغه سړى ته ووئيل چه ”زويه! خاطر جمع کړه، ستا ګُناهونه معاف شُو.“
3
په دے ځنے دَ شرعے عالمانو دَ ځان سره ووئيل چه ”دا ئے څۀ کُفر وغرَوو.“
4
عيسىٰ په دے پوهه وو چه دَ دوئ په زړۀ کښے څۀ تير شول اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو داسے بد فکرونه ولے کوئ؟
5
آيا دا آسانه خبره ده چه څوک ووائى چه ګُناهونه دِ معاف اَؤ وبخښلے شُو اَؤ که دا ووائى چه پاڅه اَؤ وګرزه؟
6
دَ دے دَ پاره چه ستاسو زړۀ ته پريوزى چه اِبن آدم ته په دُنيا کښے دَ ګُناهونو دَ بخښنے ورکولو اِختيار شته،“ نو هغه شل سړى ته ئے مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل چه ”پاڅه! کټ دِ واخله اَؤ کور ته ځه!“
7
دے سره سړے پاڅيدو اَؤ کور ته لاړو.
8
خلق په دے ننداره هيبت واخستل اَؤ بنى آدمو ته په داسے اِختيار ورکولو ئے دَ خدائے ثنا ووئيله.
9
څنګه چه عيسىٰ له دے ځايه وړاندے تير شو نو عيسىٰ متى نُومے يو سړے دَ محصول په څوکئ کښے ناست وليدو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ما پسے راځه.“ متى پاڅيدو اَؤ په هغۀ پسے روان شو.
10
څۀ وخت چه عيسىٰ دَ متى په کور کښے ډوډئ ته ناست وو نو ډير محصُولچيان اَؤ بد کاران دَ هغۀ دَ مُريدانو اَؤ هغۀ سره ناست وُو.
11
فريسيانو چه دا وليدل نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه ”دا ستاسو اُستاذ دَ محصُولچيانو اَؤ بدکارانو سره يو ځائے په ډوډئ ولے کښينى؟“
12
عيسىٰ چه دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”روغو خلقو ته دَ طبيب حاجت نۀ وى خو رنځورانو ته وى.
13
لاړ شئ اَؤ دَ دے خبرے په معنىٰ ځان پوهه کړئ : ”ما ته دَ رحم حاجت دے، نۀ چه دَ قربانئ.“ زَۀ دَ دے دَ پاره نۀ يم راغلے چه صادقان وبلم بلکه ګُناه ګاران.“
14
بيا دَ يحيىٰ مُريدان راغلل اَؤ دا عرض ئے وکړو چه ”څۀ وجه ده چه مُونږ اَؤ فريسيان خو روژے نيسو اَؤ ستا حواريان ئے نۀ نيسى؟“
15
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو چرته جنجيان دَ وادۀ دَ زلمى په موجُودګئ کښے په ژړا ليدلى دى څۀ؟ يو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.
16
په زړه چُوغه باندے څوک نوے پيوند نۀ لګوى ځکه چه دا پيوند چُوغه نوره هم شلوى اَؤ نور لوئے سُورے په کښے جوړ شى.
17
اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى، اَؤ که نه، نو مشکُونه وشليږى اَؤ شراب توئيږى اَؤ مشکُونه برباديږى. بلکه نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچولے کيږي اَؤ دغه شان دواړه بچ کيږي.“
18
عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه يو سردار راغے اَؤ په سجده ورته پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ”اوس اوس مے لُور مړه شوه، خو راشه اَؤ خپل لاس پرے کيږده اَؤ هغه به ژوندئ شى.“
19
عيسىٰ پاڅيدو، ورسره روان شو اَؤ مُريدان ورپسے روان شول.
20
نو بيا يوه ښځه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه نۀ بنديده، دَ شا دَ طرفه راغله اَؤ هغه ئے دَ لمنے نه ونيولو.
21
ځکه چه دَ هغے دا باور وو چه ”که زَۀ تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړم، نو جوړه به شم.“
22
خو عيسىٰ مخ ورواړَ وو اَؤ هغه ئے وليده اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زما لُورے! خاطر جمع کړه، ستا عقيدے تۀ روغه کړے.“ اَؤ هم هغه وخت هغه روغه شوه.
23
کله چه عيسىٰ دَ سردار کورته راغے اَؤ شپيلئ غږوُونکى اَؤ شور کوُونکى ډير خلق ئے ناقلاره وليدل،
24
نو هغۀ ووئيل چه ”په ډډه شئ، جينئ مړه نۀ ده، هغه اُودۀ ده.“ اَؤ هغوئ ور پورے خندا وکړه.
25
خو څۀ وخت چه ټول خلق بهر کړے شول نو هغه کوټے ته ننوتو اَؤ جينئ ئے دَ لاسه ونيوه اَؤ هغه پاڅيده.
26
دا قيصه په ټول مُلک کښے خوره شوه.
27
کله چه عيسىٰ وړاندے لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسے شول اَؤ دا چغے ئے وهلے، ”ائے دَ داؤد زويه! په مُونږ رحم وکړه!“
28
اَؤ څۀ وخت چه هغه کورته دَ ننه شو نو هغوئ ورله راغلل اَؤ عيسىٰ تپوس ترے وکړو، ”آيا ستاسو دا يقين دے چه زَۀ دا طاقت لرم چه تاسو چه څۀ غواړئ هغه زَۀ کولے شم؟“ هغوئ ووئيل چه ”هو مالکه!“
29
بيا هغۀ دَ هغوئ سترګو له لاس وروړو اَؤ وئے وئيل چه ”څنګه چه ستاسو عقيده ده، دغسے دِ وشى.“
30
اَؤ دَ هغوئ سترګے بينا شوے. عيسىٰ په ټينګه هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ چه څوک دَ دے په حقله څۀ وانۀ ورى.“
31
خو هغوئ چه بهر ووتل نو په ټول مُلک کښے ئے دَ هغه په باب کښے دا خبره خوره کړه.
32
هغوئ په وتو کښے وُو چه يو سړے عيسىٰ له راوستے شو چه په ژبه چاړا وو اَؤ پيرے پرے ناست وو.
33
پيرے ئے ترے وشړلو، نو هغۀ خبرے وکړلے. موجُودو خلقو په حيرانتيا ووئيل چه ”دَ بنى اِسرائيلو په وطن کښے داسے کله هم نۀ دى شوى!“
34
خو فريسيانو ووئيل چه ”دَ پيريانو دَ سردار په مدد دَئے پيريان وباسى.“
35
دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو اَؤ ښارُونو وګرزيدو اَؤ دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤروو اَؤ هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے جوړوَله.
36
دَ هغه خلقو په ليدو ئے زړۀ وسوځيدولو ځکه چه هغوئ دَ بے شپُونکى ګډو په شان خوارۀ وارۀ اَؤ پريشانه وُو.
37
هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”فصل ډير دے خو مزدُوران لږ دى.
38
دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل مالک ته سوال وکړئ چه هغه دَ فصل ريبلو مزدُوران راواستوى.“
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28